افغانستان کریکټ

افغانستان به سبا د ایرلنډ پر وړاندې درې شل اورېزو لوبو لپاره لوبډله اعلان کړي

د افغانستان کریکټ ملي لوبډله به په راتلونکي مارچ میاشت کې د ایرلنډ کریکټ ملي لوبډلې سره درې شل اوریزې سیالۍ ترسره کړي. ټاکل شوي ده د یادو درې شل اورېزو لوبو لپاره لوبډله سبا پنجشنبه د افغانستان پر وخت شاو خوا ۱۱ بجې د افغانستان کریکټ بورډ غوراوې کمیټې له لوري د یو خبري کنفرانس له لاري د خبریالانو په حضور داش کې اعلان شي.

د افغانستان کریکټ بورډ رسنیو څانګې پر وینا چې د افغانستان کریکټ ملي لوبډلې د ایرلنډ پر وړاندې چې په هند کې ترسره کېږي سبا لوبډله اعلان کړي د بورډ پر وینا چې د یادو درې سیالیو لپاره نور ټول پړووانه پایته رسیدلې دي او یواځې یوه مناسبه او غوره لوبډله به سبا اعلان کړي. هېره دې نه وې چې د دغو لوبو مالي لګښت به د افغانستان کریکټ بورډ پر غاړه وي، دا په داسې حال کې ده چې ټاکل شوي وه په ۲۰۲۰ م کال کې به د ایرلنډ کریکټ ملي لوبډله د افغانستان کریکټ ملي لوبډلې کوربه توب وکړي چې ایرلنډ کریکټ بورډ بیا د یادو سیالیو کوربه توب د مالي ستونزو له امله لغوه اعلان کړ.
په ورته وخت کې افغانستان کریکټ ملي لوبډله په ۲۰۲۰ م کال کې پرته نړیوال جام او اسیا جام هېڅ کومه داسې لوبه نه لري چې د افغانستان کریکټ بورډ په هلو ځلو جوړې شوې وې. د ایرلنډ او افغانستان ترمنځ به لومړۍ شل اورېزه سیالۍ د مارچ میاشتې په ۶مه نیټه ترسره شي، دوېمه شل اورېزه سیالۍ به پر ۸مه نیټه درېمه او وروستۍ شل اورېزه لوبه به په ۱۰مه نیټه په هند (ګریټر نویډا کریکټ) لوبغالي کې ترسره شي.

محمد شبیر حسن زي

محمدشبیرحسن زي د چپرهار ولسوالۍ او د ننګرهار ولایت اوسېدونکی دی خپلي ژورنالېزم زده کړي یې په همیشه بهار راډیو تلویزون کې ترسره کړي او په سپورټ برخه کې له افغان کریک انفو سره دنده ترسره کوي.

ورته خبرونه

Back to top button
error: وبښه دغه نه کاپي کیږې