نړیوال کریکټ

کین ویلیمسن د هند خلاف لومړۍ دوه یو ورځنۍ لوبي له لاسه ورکړي

هند د پنځو شل اوریزو، درو یو ورځنیو او دوو ټیسټ لوبو لپاره د نیوزلینډ ته تللي تردي مهاله هند له نیوزلېنډ څخه دشل اوریزو لوبو سریز پنځه صفر وګاټه. ددوي ترمنځ راتلونکي چهارشنبه د یوورځنیو لوبو سریز پیلیږي. دنیوزلینډ لوبډلي تجربه کاره توپ وهونکې او لوبډلمشر کین ویلیمسن چي په درېیمه شل اوریزه لوبه کي یي اوږه زخمي سوي وه، د استراحت په خاطر له راتلونکو دوو یوورځنیو لوبو کښینول سو او پرځاي یي هانګ کانګ الاصله مارک چپمن د لوبډلي برخه او ویکټ کیپر توپ وهونکې ټام لتام لوبډل مشر وټاکل سو. لوبډلمشر ویلیمسن به راتلونکي جمعه تمرینات پیل کړي اوپه درېيمي او وروستۍ یو ورځنۍ لوبه کي به بیا دلوبډلي برخه وي. د ۲۲ کلن مارک لپاره اوس ښه چانس دی چي ځان بیرته دلوبډلي برخه کړي ځکه نوموړي وروستۍ یو ورځنۍ لوبه دوه کاله مخکي ترسره کړي وه همداراز مارک دهانګ کانګ نولس کلنو لوبډله کي هم لوبیدلی دی. مارک وروستیو کي ښه پام ته راغلی او د هند د الف لوبډلي خلاف یي سلیزي جوړی کړي چي بیا دلوبډلي برخه سو. دنیوزلینډ د انتخاب کمیټي مشر ګیوین لرسن وویل چي داد مارک لپاره غوره وخت دی چي ځان ثابت کړي ځکه نوموړي وروستیو کي دهند الف لوبډلي خلاف ښه لوبه کړي.
راپور: نذیراحمد منتظر

لعل خان ګوهر

لعل خان ګوهر پکتیکا ولایت یوسف خیل ولسوالی میست کلی اوسیدونکې دافغان کریک انفو بنسټګر

ورته خبرونه

Back to top button
error: وبښه دغه نه کاپي کیږې