نړیوال کریکټ

هند پاکستان نیمه پایلوبه کي مات کړ

دنولس کلنو نړیوال جام ترټولو جذابه او مهمه لوبه نن د هند نولس کلنو او پاکستان نولس کلنو ترمنځ ترسره سول. دلوبي پچه پاکستان نولس کلنو وګټل او دتوپ وهني پریکړه یي وکړه. چي په ۴۳،۱ اورونو کي یي دټولو لوبغاړو په دلاسه ورکولو ۱۷۱ منډي جوړي کړي او هند نولس کلنو ته یي ۱۷۲ منډي هدف وټاکه. پاکستان ته لوبډلمشر روحیل نذیر ۶۲ او حیدرعلي ۵۶ ترنورو ډیري منډي وکړي. په هندي توپ اچونکو کي مشرا ۳، ټیاګي او بشنوي ۲-۲ پاکستاني لوبغاړي وسوځول. ورپسي هند نولس کلنو لوبډلي خپله توپ وهنه پیل کړه چي په ډیري اسانۍ په ۳۶ اور کي بغیر له کوم زیانه یاد هدف ترلاسه او لوبه یي وګټل اوپایلوبي ته ووتل. هند ته په توپ وهنه کي جیسویل ۱۰۵ او سیګزین ۵۹ ناسوځیدلي منډي وکړي. دلوبي غوره لوبغاړۍ یاشیسوي جیسویل ونومول سو. پدي بریا سره د هند نولس کلن پایلوبي ته لار پیداکړه. او دپاکستان نولس کلن به د بنګله دیش او نیوزلینډ له بایلونکي لوبډلي سره ددریم مقام لپاره لوبه کوي. دوهمه نېمه پایلوبه د راتلونکي پنجشنبي په ورځ اوپایلوبه دشنبي په ورځ ترسره کیږي.

راپور: نذیراحمد منتظر

لعل خان ګوهر

لعل خان ګوهر پکتیکا ولایت یوسف خیل ولسوالی میست کلی اوسیدونکې دافغان کریک انفو بنسټګر

ورته خبرونه

Back to top button
error: وبښه دغه نه کاپي کیږې