دلوبغاړو په اړه

مایانک اگروال د نیوزیلینډ پر وړاندې یو ورځنۍ لوبه کې د روهېت شرما پر ځای هندۍ لوبډله کې شامل شو

د هندوستان کریکټ ملي لوبډله چې د نیوزیلینډ هېواد ته د سیالیو ترسره کولو په موخه تللې ده او له نیوزیلینډ څخه یې د لومړي ځل لپاره په نیوزیلینډ کې د پنځه شل اورېزو لوبو لړۍ وګټله چې په پنځمه او وروستۍ سیالۍ کې روهېت شرما ټپي شو چې له کبله یې اوس نوموړی له لوبډلې کیښنول شوي دی او پر ځای به یې لوبډله کې مایانک اگروال ولوبېږي د هند کریکټ کنټرول ادارې (BCCI) مشر سورا ګنګولي هم تاییدوي چې مایانک اگروال به په یو ورځنۍ سیالۍ کې د هندۍ لوبډلې په ګټه ولوبېږي.

تر دې دمه د هند کریکټ بورډ د نیوزیلینډ پر وړاندې د یو ورځینو لوبو لپاره لوبډله اعلان کړي ده، چې مایانک اگروال به د نیوزیلینډ پر وړاندې راتلوونکو درې یو ورځینو سیالیو کې د روهېت شرما پر ځای ولوبېږي. روهېت شرما د یو ورځینو لوبو څخه کیښنول شوي دی او د استراحت وړاندېز ورته شوي دی. تر اوسه په ډاګه شوي نه ده چې روهېت شرما به تر کوم وخت پورې له لوبډلې څخه لرې وې او کله به بیرته راستون شې دا به وروسته په ډاګه شې.
د هندۍ لوبډلې نوملړ: وېرات (لوبډلمشر) ، مایانک ، پرتوی شا ، شوبمن ، پوجارا ، اجنکیا رها (ویکټ کیپر) ، هانومه وهاري ، وریدھیمان ساه (ویکټ کیپر) ، ریسبھ پانت (ویکټ کیپر) ، آر اشون ، آر جدېجا ، جسپریت بومره ، عمش یادو ، محمد شمی ، نویدیپ سینی او ایشانت شرما شامل دي.

محمد شبیر حسن زي

محمدشبیرحسن زي د چپرهار ولسوالۍ او د ننګرهار ولایت اوسېدونکی دی خپلي ژورنالېزم زده کړي یې په همیشه بهار راډیو تلویزون کې ترسره کړي او په سپورټ برخه کې له افغان کریک انفو سره دنده ترسره کوي.

ورته خبرونه

Back to top button
error: وبښه دغه نه کاپي کیږې