دلوبغاړو په اړه

عمر اکمل ممکن د پاکستان کریکټ بورډ له لوري جريمه شې

د پاکستان کریکټ ملي لوبډلې توپ وهوونکی عمر اکمل د پاکستان کریکټ بورډ له لوري ممکن له دې کبله جریمه شې چې کله نوموړی د فټنس ازموینې پر مهال ناکام شو او په لوبډله کې یې ځای ونه موند، خو نوموړي وروسته د روزونکي سره انضباطي عمل ترسره کړ. چې د نوموړي دغه ډول عکس العمل بیا د پاکستان کریکټ بورډ ته راپور شوې او د پاکستان کریکټ بورډ د نوموړي له یاد عمل څخه په بشپړ ډول خبر دی کوم چې عمر اکمل په NCA اکاډمۍ کې د ازموینې پرمهال له روزنکي سره ترسره کړې وه.

هغه خپل کميس لرې کړ او پوښتنه یې وکړه “راته ووایئ چې چاغوالی چيرته دی؟” دا په داسې حال کې ده چې عمر اکمل ته د فټنس ازموینې وروسته د روزونکي له لوري وویل شو، تاسې ډېر وزن لرئ او ډېر چاغ یاستئ؛ چې وروسته په ډېر قهر او غوسې سره اکمل پوښتنه وکړه چې کوم دی چاغوالی؟ چې ممکن د داسې عمل له کبله نوموړی د پاکستان کریکټ بورډ له لوري جریمه شې.
د راپورنو له مخې، له کله راهیسې چې عمر اکمل د فټنس ازموینې پر مهال له لوبډلې څخه پاتې شوي دی نو له هماغه وخت راهیسې هغه اوس خپل ځان نیمګړی او نا امیدی احساسوي.

محمد شبیر حسن زي

محمدشبیرحسن زي د چپرهار ولسوالۍ او د ننګرهار ولایت اوسېدونکی دی خپلي ژورنالېزم زده کړي یې په همیشه بهار راډیو تلویزون کې ترسره کړي او په سپورټ برخه کې له افغان کریک انفو سره دنده ترسره کوي.

ورته خبرونه

Back to top button
error: وبښه دغه نه کاپي کیږې