
روهېت شرما اېم اېس ډوهني یو ښه لوبډلمشر یاد کړ
د هندوستان کریکټ ملي لوبډلې پیاوړی لوبغاړی روهېت شرما وایي، اېم اېس ډوهني ښه او غوره لوبډلمشر دی. اېم اېس ډوهني چې د هند کریکټ بورډ کنټرول ادارې له لوري یې په ۲۰۲۰ میلادي کال کې مرکزي قراد له لاسه ورکړ خو نوموړی د هند لوبډلې لپاره په درې واړو فارمټونو کې ښه ثابت شوي دی هغه د هندۍ لوبډلې او خپل ځان لپاره زیات شمېر ریکارډونه جوړ کړي دي هغه د اي سي سي یا کریکټ نړیوالې شورا په درې واړه فارمټونو کې ښه ریکارډونه لري.

روهېت شرما د خبرو پرمهال د پخوانې افسانوې لوبغاړي اېم اېس ډوهني ستاینه وکړه او پر وینا یې، اېم اېس ډوهني د ځوانو لوبغاړو لپاره یوه نمونه وه کوم چې د ده تر لوبډلمشرۍ لاندې لوبیدلې وي. روهېت شرما وایي، ډوهني تل په میدان کې بریالۍ پریکړې ترسره کړې دي او تل د هندۍ لوبډلې لپاره ښه ثابت شوي دی. هغه د اېم اېس ډوهني بریالی مدیریت ارام او سړه سینه باندې لوبه کول یاد کړل.
ټاکل شوي ده چې اېم اېس ډوهني به په راتلونکې اې پې اېل (IPL) سیالیو کې د چیناي سوپر کېنګز لوبډلې لوبډلشمرې پر غاړه ولري، له دې وړاندې داسې انګرنې موجودې وې چې هغه به ګواګې راتلونکې اې پې اېل لوبډله کې وانخیستل شې خو د چیناي لوبډلې مالک وویل چې ډوهنې به د چیناې لوبډلې لوبډلمشر پر غاړه ولري.