دلوبغاړو په اړه

راشد ارمان خپل قیمتي موټر د استرالیا لپاره په نیلام کې کېښود

د افغانستان کرکټ ملي لوبډلې افسانوې الراونډر راشد خان ارمان،د استرالیا هیواد د قربانیانو لپاره خپل قیمتي موټر د خرڅلاو بازار ته وړاندې کړ.دا چې د استرالیا هیواد پوره شتمن هیواد دی څه موده مخکی پکي شدید اور سخت مالي او ځاني زیانونه اړولي و. د کرکټ د نړۍ پخواني ستوري د دی هیواد لپاره یوه خیریه سیالۍ هم ترسره کوي چې پکي د نړۍ غټ نومونه شین وارن، برین لارا، ریکي پونټینګ، او ورته نور مشهوره لوبغاړي شامل دي.د افغانستان نوموتي کرکټر راشد ارمان هم اعلان وکړ چې خپل قیمتې موټر د دغي قربانیانو لپاره د

خرڅلاو بازار ته وړاندې کوي.د دغه موټر بیه،
$47,500.
امریکایي ډالره ده.خو پیردونکو د خرڅ لپاره ورته نهایي بيه $39,100.
امریاکایي ډالره ایښې ده.راشد ارمان خپل موټر ته اشاره کړې او ویلي دي چې هر شخص ته به پر دغي پیسو د خوراک او څښاک لپاره څه واخیستل شي.
د استرالیا کرکټ بورډ له راشد ارمان څخه نړۍ مننه وکړه چې په دغه پروسه کې یې ګډون وکړ.راشد د استرالیا په کورني تجارتي لیګ سیالیو کې په ۱۵ لوبو کې ۱۹ ویکټې ترلاسه کړې او په توپ وهنه کې یې ۱۲۶ منډې جوړي کړې خو لوبډله یې د مخکي تګ څخه محرومه شوه.

لعل خان ګوهر

لعل خان ګوهر پکتیکا ولایت یوسف خیل ولسوالی میست کلی اوسیدونکې دافغان کریک انفو بنسټګر

ورته خبرونه

Back to top button
error: وبښه دغه نه کاپي کیږې