نړیوال کریکټ

د کرکټ په نړیوال جام کي ترټولو جذابه سیالي

د نولس کلنو نړیوال جام په سویلي افریقا کي د تیري جنوري میاشتي له اولسمي نیتي پیل سوی او اوس تر نیمه پایلوبو رسیدلی. په سږني جام کي ۱۶ لوبډلي یو دبل خلاف ولوبیدي چي له یادو لوبډلو اته کوارټر فاینل ته لار پیداکړه، په کوارټر فاینل کي هند اسټرالیا ته، نیوزلینډ ویسټ انډیز ته، بنګله دېش کوربه سویلي افریقا ته او پاکستان افغانستان نولس کلنو ته ماته ورکړه او نېمه پایلوبو ته ورسیدل.

نن د نېمه پایلوبو په لړ کي دوه سرسخته سیالان پاکستان نولس کلن له هند نولس کلنو سره مخ کیږي. پاکستان نولس کلنو په لومړي پړاو سي ګروپ کي دوهم او هند نولس کلنو په اي ګروپ کي لومړی مقام ترلاسه او کوارټر پاینل ته ورسیدل. په کوارټر فاینل کي هند اسټرالیا ته په ۷۴ منډو او پاکستان افغانستان ته په ۶ ویکټو ماته ورکړه او نېمه پایلوبي ته ورسیدل. دنن لوبي ګټونکي لوبډله به پایلوبي او بایلونکي به د نیوزلینډ او بنګله دیش ترمنځ بایلونکي لوبډلي سره د دریم مقام لپاره لوبه کوي. پایلوبه د فبرورۍ په نهمه د راتلونکي یکشنبي په ورځ په ۱۲:۳۰ دقیقي ترسره کیږي.
راپور: نذیراحمد منتظر

محمد شبیر حسن زي

محمدشبیرحسن زي د چپرهار ولسوالۍ او د ننګرهار ولایت اوسېدونکی دی خپلي ژورنالېزم زده کړي یې په همیشه بهار راډیو تلویزون کې ترسره کړي او په سپورټ برخه کې له افغان کریک انفو سره دنده ترسره کوي.

ورته خبرونه

Back to top button
error: وبښه دغه نه کاپي کیږې