دلوبغاړو په اړه

د بالیوډ مشهوره اداکارې ديشا پټاني د هندي بالر ستاینه کړې

د بالیوډ مشهوره اداکارې دیشا پټاني،ویلي دي زه د کرکټ سره ډېره مېنه نه لرم خو د کرکټ په نړۍ کې ځنې ستوري دې چې د هر چا پام ځان ته را اوړوي. د لوبغاړو د ډلې څخه یو هم هندې جیسپریت بومره، دی چې په نړۍ کې ډېر ښه میچونه د هندوستان کرکټ لوبډلې لپاره ګټې.دیشا وایي که زه د سیالۍ ګټونکی لوبغاړی غوره کوم نو هغه به جیسپریت بومره وې.هغه د نیوزیلنډ خلاف په څلورمه او پنځمه سیالۍ کې داسي بالینګ وکړ چې هندوستان لوبډله یې بریا ته ورسوله.

بومره یو د غوره لوبغاړو څخه دی چې مونږ یې په خپله لوبډله کې له ځانه سره لرو،د هندوستان کرکټ ملي لوبډلې دغه شهرت لرونکی لوبغاړی وروسته د هغي د خبر سرټکی وګرځید کله چې په وروستۍ شل اوریزه لوبه کې د نیوزیلنډ پر وړاندې نوموړي درې ویکټې هم تر لاسه کړلی او هم یې په څلورو اورونو کې ۱۲ منډې ورکړې چې د همدغي سیالۍ وروسته بومره ډېر د خلکو په خوله کې ولوید.بومره د کرکټ په نړۍ کې د غوره او ښه احلاقو څخه برخمن دی.د نوموړي په حق کې پرون شعیب اختر او انیل کپور هم څرګندونی کړې وې. دیشا پټاني د هندوستان د بالیوډ مشهوره اداکاره ده هغه په خپله وروستۍ مرکه کې بومره ګټونکی لوبغاړی اعلان کړ.

محمد شبیر حسن زي

محمدشبیرحسن زي د چپرهار ولسوالۍ او د ننګرهار ولایت اوسېدونکی دی خپلي ژورنالېزم زده کړي یې په همیشه بهار راډیو تلویزون کې ترسره کړي او په سپورټ برخه کې له افغان کریک انفو سره دنده ترسره کوي.

ورته خبرونه

Back to top button
error: وبښه دغه نه کاپي کیږې