ولایتي سیالۍ

دریمه درجه ولایتي سیالیو په څلورمه ورځ هم دري لوبي ترسره سوي

د افغانستان کرکټ بورډ له لوري د شلو درېیمه درجه ولایتونو ترمنځ په دریو زونونو کي ۵۰ اوریزه ولایتي سیالۍ رواني دي. ددي لوبو په لړ کې نن لومړۍ لوبه د فراه او اروزګان ولایتونو لوبډلو ترمنځ په کندهار کرکټ لوبغالي کي ترسره سول. چي اروزګان لوبډلي فراه لوبډلي ته د ټولو لوبغاړو په دلاسه ورکولو ۱۹۱ منډي هدف وټاکه. چي اروزګان ته نذیراحمد ۱۱۲ او کبیر ۱۸ ترنورو ډیري منډي جوړي کړي. او فراه ته عبدالرازق پنځه اروزګاني لوبغاړي وسوځول. ورپسي فراه توپ وهنه پیل کړه، چي د درو لوبغاړو په دلاسه ورکولو یي یاد هدف په اسانۍ پوره او لوبه یي وګټل. د فراه لپاره عین الدین ۷۷ اوشیراغا ۶۳ ترنورو ډیري منډي وکړي. دلوبي غوره لوبغاړۍ عبدالرازق وټاکل سو. دغه راز بله لوبه د فاریاب او غزني ولایتونو لوبډلو ترمنځ په خوست لوبغالي کي ترسره سول، داچي لوبه کي باران و نو لړبه شل اورونو ته راکمه سول چي فاریاب لوبډلي په پوره شلو اورونو کي د درو لوبغاړو په دلاسه ورکولو غزني ته ۲۰۶ منډي هدف وټاکه چي دتوپ وهونکو له ډلي هدایت ۱۲۲ ناسوځیدلي او زاهد ۵۴ منډي جوړي کړي. دغزني په توپ اچونکو کي برکت دوه لوبغاړي وسوځول. ورپسي غزني توپ وهنه پیل کړه چي په ۱۸ اورونو کي یي یواځي ۸۵ منډي جوړي کړي. چي دغزني لپاره عصمت ۲۴ منډي وکړي. دلوبي غوره لوبغاړۍ هدایت ونومول سو. بلخوا درېیمه لوبه د غازي امان الله خان په لوبغالي کي د لغمان او کونړ لوبډلو ترمنځ وه. داچي لوبه کي باران وسو نو لوبه ۳۲ اورونو ته راکمه سوه چي کونړ په لومړي وار توپ وهني سره د اتو لوبغاړو په دلاسه ورکولو لغمان لوبډلي ته ۱۵۶ منډي هدف ورکړ. کونړ ته عبدالرحمن ساپي ۳۶ منډي او حسن ساپي ۲۹ منډي جوړي کړي. ورپسي لغمان لوبډلي توپ وهنه پیل کړه چي د اوو لوبغاړو په دلاسه ورکولو یي یاد هدف ترلاسه اولوبه یي په وروستي اور کي په ۳ ویکټو وګټل. لغمان ته ناصرعمر او نصیر هریوه ۴۳ او فرید حکماني ۳۳ منډي جوړي کړي. دلوبي غوره لوبغاړۍ نصیر سهاک وټاکل سو. ددي لوبو په دوام سبا هم دري واړه زونونو کي لوبي ترسره کیږي.

راپور: نذیراحمد منتظر

لعل خان ګوهر

لعل خان ګوهر پکتیکا ولایت یوسف خیل ولسوالی میست کلی اوسیدونکې دافغان کریک انفو بنسټګر

ورته خبرونه

Back to top button
error: وبښه دغه نه کاپي کیږې