
کيپل ډیو وایي د مهدرسینګ راتګ لوبډلې ته ګرانه خبره ده
د هندوستان کرکټ ملي لوبډلې پخوانی او د نړیوال جام ګټونکی کيپتان، کيپل ډیو، وایي د ،مهدرسینګ راتګ ملي لوبډلې ته ډېر ګران لیدل کیږي.هغه لوبغاړی چې ۷ میاشتې د نړیوال کرکټ څخه لرې پاتي شي نو بیرته یې راتګ لوبډلې ته غیرې ناممکن دی، مهدرسینګ ډوهنې د هندوستان کرکټ لپاره ډېرې کار نامې کړې او د هغې کرکټ هیرول د هندوستانې مینوالو لپاره اسان ندې.ډوهنې د هندوستان لپاره درې ځله د آی سي سي ټرافي،د شل اوریزه نړیوال جام، او دپنځوس اوریزه نړیوال جام تر څنګ چمپینز ټرافي هم ګټلی. نوموړي وروسته له هغه د هندوستان کرکټ بورډ له پام څخه وغورځید کله چې په ۲۰۱۹ م کال نړیوال جام کې د نیوزیلنډ خلاف یو بیکاره اننګز ترسره کړ.د هندوستان کرکټ ملي لوبډلې مشر روزونکي، رویشستري،هم ویلي و چې نوموړي ته به د آی پي ایل سیالیو وروسته د هغې لوبې ته په کتو پام ور واړوې.د هندوستان بل تجربه لرونکي لوبغاړي،سنیل ، هم د ډوهنې د بیرته راتګ په اړه ډېره اندیښنه ښودلی ده هغه وایي په هندوستان کې فیټنیس ډېر مهم شی دی او لوبغاړی د فیټنیس له وجې له لوبډلې لرې کیدلی او داخیلدلی شي. ولید خپلواک
