نړیوال کریکټ

هندوستان کرکټ په پام کې لري چې د خلکو لپاره د سړک د خوندیتوب تر نامه لاندې یو ټورنمینټ تر سره کړې

هندوستان کرکټ بورډ غواړي په خپل هیواد کې د خلکو د خوندیتوب لپاره داسي سیالۍ تر سره کړې چې د سرک څخه باید په کوم وخت کې واوړې یا تېر شي.دغه سیالۍ د ان اکاډومې په مالي ملاتړ د سړک د خوندیتوب نړیوال سپانسر تر نامه لاندې ترسره کیږي.دغه ټورنمینټ د پنځه  ملي نړیوالو شل اوریزه ټورنمینټونو څخه دی.په یاد ټورنمینټ کې به د هندوستان په شمول، د استرالیا،سریلنکا، ویسټ انډیز،او سویلي افریقا پخواني لوبغاړي وې.دا یوه نوې اتحادیه ده چې د انکاډمې تر سرلیک لاندې به د سړک د خوندیتوب په اړه پوره معلومات پکي

ورکول شي.په یاد ټورنمینټ کې به سچن ټنډولکر، برین لارا، بریټ لي،جونټي روډس ، ورینډر سهواګ ، تلکارتني دیل شان ،او دسویلي افریقا څخه به پکې لوپوړې او مشهوره لوبغاړي هم ولوبیږي.په دغه ټورنمینټ کې به هر لوبغاړی خبرې کوي چې څنګه له سرک څخه خوندې تیر شو،ځکه په هندوستان هیواد کې په هرو څلورو دقیقو کې یو کس وژل کیږي.په دغه سیالیو کې به د سرک څخه دتېریدو اړونده ټول لیکچر د مختلفو لوبغاړو لخوا وړاندې شي. د
RTO
رییس ،کونکن رنج ،د انکاډمې مشر ،روی ګایکواد،څخه زیاته مننه وکړه چې د سړک د خوندیتوب لپاره یې اړونده د کرکټ ټورنمینټ په لاره اچولی.

لعل خان ګوهر

لعل خان ګوهر پکتیکا ولایت یوسف خیل ولسوالی میست کلی اوسیدونکې دافغان کریک انفو بنسټګر

ورته خبرونه

Back to top button
error: وبښه دغه نه کاپي کیږې