دلوبغاړو په اړه

سنجے مانجریکر وایي ویراټ او راهول د کرکټ په نړۍ کې غوره کيپتانان دي

د هندوستان کرکټ ملي لوبډلې دوه لوبغاړي ، ويراټ کوهلې،او کيل راهول، د هندوستان کرکټ ملي لوبډلې لپاره تر ټولو غوره لوبډلمشران دي.د هندوستان کرکټ ملي لوبډلې پخوانی لوبغاړی سنجی مانجریکر،په خپلو خبرو کې ویلي دي، د هندوستان کرکټ ملي لوبډلې لپاره چې کله هندې لوبغاړی ویراټ کوهلې، کيپتان شوی دهغې ورځي دغې لوبډلې ډېر زیات پرمختګونه کړې.

مانجریکر د کیل راهول په اړه هم وویل، نوموړی د هندوستان د راتلونکي لپاره یو ښه کيپتان کیدلی شي.هغه د نیوزیلنډ کرکټ لوبډلې پر وړاندې په پنځه شل اوریزه لوبه کې ډېره ګټوره لوبډلمشرې وکړه. مانجریکر د ویراټ کيپتاني د پخواني پاکستاني لوبغاړي عمران خان سره پرتله کړه او زیاته یې کړه چې کوهلې د عمران خان پڅير خوش باوره او ګټونکی کيپتان دی.هندوستان د کال په وروسیو کې ویسټ انډيز ته په سیریز کې ماته ورکړه، او له هغه وروسته یې د ۲۰۲۰ م کال پیل په بریا سره وکړ لومړۍ یې د کال په سر کې استرالیا د سیریز د ګټلو څخه بیغمه کړه ورپسي نیوزلینډ په خپل کور کې په پنځو شل اوریزو لوبو کې هم هندوستان ته په ټولو سیالیو کې ماته ومنله.
ولید ( خپلواک)

محمد شبیر حسن زي

محمدشبیرحسن زي د چپرهار ولسوالۍ او د ننګرهار ولایت اوسېدونکی دی خپلي ژورنالېزم زده کړي یې په همیشه بهار راډیو تلویزون کې ترسره کړي او په سپورټ برخه کې له افغان کریک انفو سره دنده ترسره کوي.

ورته خبرونه

Back to top button
error: وبښه دغه نه کاپي کیږې