لیګونه

راشدخان د بیګ باش په ۱۱ کسیزه سکواډ کي راغلی

بیګ باش یا داسټرالیا غوره لېګ چي د نړۍ له سترو څخه شمیرل کیږي، هرکال پکښي دنړۍ قوي لوبغاړي یو دبل خلاف لوبیږي. دیاد لېګ سږني پړاو کي پنځو افغان لوبغاړو ګډون کړې و، ټولو لوبغاړو دخپلي لوبډلي په ګټه ښي لوبي ننداري ته وړاندي کړي. داچي ددوي لوبډلي له مخکي تګ څخه پاته سوي نو یادو لوبغاړو له دي لېګ څخه هم مخه ښه وکړه. په بېګ باش کي راشد خان ۱۵ لوبي وکړي او ۱۹ ویکټي یي ترلاسه کړي، ښه لوبه یي د ۲۲ منډو مقابل کي د۴ لوبغاړو سوځول و. اود توپ وهني په برخه کي ۱۲۴ منډي جوړي کړي چي لوړې منډي یي یوه لوبه کي ۴۰ وي. داغه رنګه محمد نبي ۶ لوبي وکړي او ۵ ویکټي یي ترلاسه کړي، غوره توپ اچونه یي د ۲۳ منډو مقابل کي د یوه لوبغاړي سوځول و. اوپه توب وهنه کي یي ۱۶۰ منډي جوړي کړي یوه لوبه کي یي لوړي منډي ۶۳ وي. همداراز مجیب الرحمان هم ۶ لوبي وکړي او ۳ ویکټي یي ترلاسه کړي، غوره لوبه یي د ۱۱ منډو مقابل کي د ۲ لوبغاړو سوځول و. بلخوا ظاهر خان هم ۸ لوبي وکړي چي ۸ لوبغاړي یي وسوځول. غوره توپ اچونه یي د ۱۸ منډو مقابل کی د ۲ لوبغاړو سوځول و. او قیس احمد هم ۱۵ لوبي وکړي چي ۱۲ لوبغاړي یي وسوځول، ښه لوبه یي د ۱۲ منډو مقابل کي د ۴ لوبغاړو سوځول و. داچي بیګ باش تر پایلوبي رسیدلي نو دیاد لېګ یوولس کسیزه لوبډله هم اعلان سوه چي دراشد خان نوم هم پکښي راغلی دی. راشد تردی مهاله په ډیرو ویکټ اخستونکو کي څلورم مقام کي کرار لري. دیاد لېګ یوولس کسیزه لوبډله کي لوبډلمشر ګلین مکسویل دی او مارکاس سټونز، جونز انګلس، میتیو واډ، جانتن ویلز، میچل مارش، ټام کرن، راشدخان، ډینیل سمز ، پیټر سیډل او حارث رؤف شامل دي.
د بیګ باش لېګ پایلوبه د راتلونکي شنبي په ورځ ده خو له هغه لوبي مخکي د پنجشنبي په ورځ د میلبورن سټارز او سیډنی تندر ترمنځ د چلنجر یا پایلوبي ته دلار موندني لوبه ترسره کیږي.

راپور: نذیراحمد منتظر

محمد شبیر حسن زي

محمدشبیرحسن زي د چپرهار ولسوالۍ او د ننګرهار ولایت اوسېدونکی دی خپلي ژورنالېزم زده کړي یې په همیشه بهار راډیو تلویزون کې ترسره کړي او په سپورټ برخه کې له افغان کریک انفو سره دنده ترسره کوي.

ورته خبرونه

Back to top button
error: وبښه دغه نه کاپي کیږې