ولایتي سیالۍ

دریمه درجه ولایتي سیالیو په دریمه ورځ هم دري لوبي ترسره سوي

د افغانستان کرکټ بورډ له لوري د شلو درېیمه درجه ولایتونو ترمنځ په دریو زونونو کي ۵۰ اوریزه ولایتي سیالۍ رواني دي. ددي لوبو په لړ کې نن لومړۍ لوبه د زابل او نیمروز ولایتونو لوبډلو ترمنځ په کندهار کرکټ لوبغالي کي ترسره سول. چي زابل لوبډلي نیمروز لوبډلي ته د ټولو لوبغاړو په دلاسه ورکولو ۲۵۴ منډي هدف وټاکه. چي زابل ته محمد نافع ۷۲ او عبدالمالک ۴۲ ترنورو ډیري منډي وکړي.

او نېمروز ته محمد افتاب پنځه زابلي لوبغاړي وسوځول. ورپسي نېمروز توپ وهنه پیل کړه، خو دوي خپل لوبغاړي د دوو سپین توپ اچونکو پلاس ډیر په اسانۍ له لاسه ورکړل چي په ۱۴ اورونو کي یي دټولو لوبغاړو په دلاسه ورکولو یواځي ۶۷ منډي جوړي او لوبه یي د ۱۸۶ منډو په توپیر وبایلل. د زابل لپاره نوید زابلي پنځه او احمدالله څلور نېمروزي لوبغاړي وسوځول. نوید زابلی په پنځو ویکټو دلوبي غوره لوبغاړۍ وټاکل سو. دغه راز بله لوبه د پکتیکا اوبامیان ولایتونو لوبډلو ترمنځ په خوست لوبغالي کي ترسره سول، بامیانو لوبډلي دټولو لوبغاړو په دلاسه ورکولو پکتیکا ته ۱۱۳ منډي هدف وټاکه چي بامیان ته الماس ۵۰ منډي وکړي. او پکتیکا ته هاشم او شاهد ۴-۴ لوبغاړي وسوځول. ورپسي پکتیکا توپ وهنه پیل کړه چي په ۲۴ اورونو کي یي د دریو لوبغاړو په دلاسه ورکولو یاد هدف ترلاسه او لوبه یي په اوو ویکټو وګټل. دلوبي غوره لوبغاړۍ شاهد ونومول سو. بلخوا درېیمه لوبه د غازي امان الله خان په لوبغالي کي د نورستان او کوچیانو لوبډلو ترمنځ وه چي نورستان په لومړي وار توپ وهني سره د ټولو لوبغاړو په دلاسه ورکولو کوچیانو لوبډلي ته ۱۸۷ منډي هدف ورکړ. نورستان ته نورالله ۴۴ او حیات الله ۴۱ منډي جوړي کړي.کوچیانو ته شریف الله ۳ لوبغاړي وسوځول. ورپسي کوچیانو لوبډلي توپ وهنه پیل کړه چي د دوو لوبغاړو په دلاسه ورکولو یي یاد هدف ترلاسه اولوبه یي په ۸ ویکټو وګټل. کوچیانو ته عامر زیب ۸۵ او عثمان ۴۴ منډي وکړي. دلوبي غوره لوبغاړۍ عامر زیب وټاکل سو. ددي لوبو په دوام سبا په کندهار کرکت لوبغالي کي فراه او ارزګان، په غازي امان الله خان لوبغالي کي کونړ اولغمان او په خوست لوبغالي کي هم دوی لوبډلي یودبل خلاف لوبه کوي. یادي سیالۍ به شپږ ورځي دوام کوي اود ګروپ دوه لوبډلي به ګریډ ټو یا دوهمه درجه ولایتونو ته لار مومي.
رابور: نذیراحمد منتظر

محمد شبیر حسن زي

محمدشبیرحسن زي د چپرهار ولسوالۍ او د ننګرهار ولایت اوسېدونکی دی خپلي ژورنالېزم زده کړي یې په همیشه بهار راډیو تلویزون کې ترسره کړي او په سپورټ برخه کې له افغان کریک انفو سره دنده ترسره کوي.

ورته خبرونه

Back to top button
error: وبښه دغه نه کاپي کیږې