دلوبغاړو په اړه

جیسپریټ بومره په نړیواله کچه لومړۍ بالر شو چې ډېر میډن اورونه لري

د هندوستان کرکټ ملي لوبډلې تکړه او سرعت لرونکی بالر، جیسپریټ بومره،په نړیواله کچه نمبر ون بالر شو چې ډېر میډن اورونه د خپل کرکټ په تاریخ کې ترسره کړې.دغه ریکارډ له پرون راهیسي د سریلانکایي چټک توپ اچونکي،کولوسیکرا سره و.هغه په ۵۸ شل اوریزه میچونو کې شپږ میډن اورونه لرل چې په نړۍ کې یې دغه ریکارډ په خپل نوم ثبت کړې و.د نیوزیلنډ له پنځو شل اوریزو را وروسته چې هندۍ کرکټ لوبډلې د نیوزیلنډ په کوربتوب ترسره کولي بومره چانس ترلاسه کړ چې د نیوزیلنډ پر واړاندې خپل اورونه میډن ترسره کړې

میډن اور هغه اور ته ویل کیږي چې توپ وهونکی پکي هیڅ کومه منډه ترلاسه نه کړې او شپږ واړه بالونه ویکټ کیپر یا بل دلوبې ډګر ساتونکي ته ورسیږي.بومره په پنځوس شل اوریزه میچونو کې وتوانید چې ۷ اورونه بغیر له کومې منډې تر سره کړې.دوهم مقام بیا د سریلنکایي کولو سیکرا سره دی، دريم مقام بیا د هندې سپینر بالر،هربهجنګ سینګ،سره دی هغه په ۲۸ میچونو کې پنځه اورنه بغیر له کومې منډې تر سره کړې.له ده وروسته ایرلینډې ټریټ جانسټن،سریلانکایي ،اجنټا مینډیس،پاکستانی محمد عامر،د افغانستان څخه محمد نبي،د اماراتو څخه محمد نوید،په پنځو پنځو میډن اورونو کې دغه ریکارډ له خپل ځان سره لري

لعل خان ګوهر

لعل خان ګوهر پکتیکا ولایت یوسف خیل ولسوالی میست کلی اوسیدونکې دافغان کریک انفو بنسټګر

ورته خبرونه

Back to top button
error: وبښه دغه نه کاپي کیږې