افغانستان کریکټ

افغان نولس کلنو پنځم مقام له لاسه ورکړ

د نولس کلنو نړیوال جام چي د ۱۶ لوبډلو ترمنځ د جنورۍ له ۱۷ مي په سویلي افریقا کي پیل سوی. له شپاړس لوبډلو اتو کوارټر ته لار پیداکړل بیا له هغو څخه څلور نېمه پایلوبو ته لار وموندل. چی اوس پاته لوبډلي د نورو مقامونو ترلاسه کولو لپاره له یوبل سره لوبي کوی. داچي افغان نولس کلن او د اسټرالیا نولس کلن له مخکي تګ څخه پاته سویدي.نو ددوی ترمنځ نن د پنځم مقام لپاره لوبه ترسره سول.

افغان نولس کلنو په پوره پنځوس اورونو کي د اوو لوبغاړو په سوځیدو اسټرالیا نولس کلنو ته ۱۹۱ منډي هدف ورکړ. دافغان توپ وهونکو له منځه لوبډل مشر فرهان زاحیل ۹۱ ناسوځیدلي منډي وکړي. اسټرالیا لوبډلي هم په پوره حوصله لوبه وکړل چی په ۴۹،۵ اورونو کي یي خپل شپږ لوبغاړي دلاسه ورکړل او هدف یي ترلاسه کړ. اسټرالیا ته په توپ وهونکو کي فیننګ ۶۲ ،هیرن ۴۸ او سنګا ۴۶ ناسوځیدلی منډي وکړي. په افغان توپ اچونکو کي عبدالرحمن ۳ او جمشیدخان ۲ اسټرالوي لوبغاړي وسوځول. اسټرالیا به دهمدي پنځم مقام دخپل کولو لپاره له ویسټ انډیز نولس کلنو سره په پنجشنبه او افغان نولس کلن به د راتلونکي چهارشنبي په ورځ د اووم مقام لپاره د کوربه هیواد سویلي افریقا نولس کلنو سره لوبیږي. دیادوني وړده چي نن د همدي جام په جریان د یوولسم مقام لپاره بله لوبه د سکاټلنډ او زمبابوي نولس کلنو ترمنځ زمبابوي په ۱۷۲ منډو وګټل. همداراز لومړۍ نېمه پایلوبه د پاکستان او هند نولس کلنو ترمنځ د راتلونکي سه شنبي په ورځ، دوهمه نېمه پایلوبه د نیوزلېنډ او بنګله دیش ترمنځ د راتلونکي پنجشنبي په ورځ ترسره کیږي. او پایلوبه د فبرورۍ پرنهمه د راتلونکي یکشنبي په ورځ وي.

راپور: نذیراحمد منتظر

محمد شبیر حسن زي

محمدشبیرحسن زي د چپرهار ولسوالۍ او د ننګرهار ولایت اوسېدونکی دی خپلي ژورنالېزم زده کړي یې په همیشه بهار راډیو تلویزون کې ترسره کړي او په سپورټ برخه کې له افغان کریک انفو سره دنده ترسره کوي.

ورته خبرونه

Back to top button
error: وبښه دغه نه کاپي کیږې