نړیوال کریکټ

ډیویډ ميلر وایي د ډي کاک کيپتان کيدل د سویلي افریقا لوبډلې لپاره ښه راتلونکی لري

د سویلي افریقا کرکټ ملي لوبډلې څه موده مخکي فاف ډوپلیسس له کيپتانۍ څخه لرې کړ او پر ځای یې ځوان ویکټ کيپر اوپنر کيڼ لاسی توپ وهونکی، کوینټن ډي کاک د پنځوس اوریزو لوبو د کيپتان په توګه وټاکه.ډي کاک چې د سویلي افریقا لوبډلې سره په کال ۲۰۱۳ م کال کې یوځای شو اوس د کيپتانۍ تر سرحده هم راورسید. نوموړی د سویلي افریقا په جوحان زبورګ ښار کې په سویلي افریقا کې زیږدلی دی، په ۱۹۹۲ م کال د ډیسمبر په میاشت کې دي نړۍ ته راغلی، تر اوسه یې د افریقا لپاره ۴۷ ټيسټ ۱۱۵ پنځوس اوریزې،او ۳۸ یې شل اوریزه لوبې تر سره

کړې.د ډي کاک په اړه د سویلي افریقا بل کيڼ لاسي توپ وهونکي، ډیويډ ميلر خپل نظر داسي څرګند کړی.ډي کاک یو ځوان لوبغاړی دی ځوانه انرژې لري ټيم ته به ښه خدمات وړاندې کړي د نوموړي په وړتیا کې شک نشته په حقیقت کې هغه یو ښه لوبغاړی دی.ميلر زیاتوې زه د ډي کاک ملاتړ کوم دا به ډېر ژر خپلې لوبډلې ته نوی پرمختګونه ورکړي، نوموړی به په خپلې کيپتانۍ کې لومړۍ نړیواله یو ورځينۍ لوبه د میلمنې انګلستانۍ لوبډلې پر وړاندې تر سره کړې. سویلي افریقایي هیواد وال د نوموړي لوبې ته ډېر پر تمه دي چې په خپله کيپتانۍ کې به انګلستان لوبډله له ماتې سره مخ کړي.د انګلستان او سویلي افریقا ترمنځ به لومړۍ پنځوس اوریزه لوبه په کيپټاون ښار کې د همدې میاشتي پر څلورمه نېټه دوهمه په ۷ نېټه او درېمه او وروستۍ پنځوس اوریزه لوبه به د فبرورۍ په ۹ نېټه ترسره شي

لعل خان ګوهر

لعل خان ګوهر پکتیکا ولایت یوسف خیل ولسوالی میست کلی اوسیدونکې دافغان کریک انفو بنسټګر

ورته خبرونه

Back to top button
error: وبښه دغه نه کاپي کیږې