نړیوال کریکټ

نیوزلېنډ خپل کور کي کلین سویپ سو

دهند اونیوزلینډ ترمنځ دپنځو شل اوریزو لوبو د سریز پنځمه او وروستۍ لوبه هم هند په خپله ګټه پایته ورسول. دنن لوبي پچه هند وګټل او دتوپ وهني پریکړه یي وکړه. هند د رو یت شرما د ۶۰ او د کي ایل راهول د ۴۵ منډو په مټ نیوزلېنډ ته ۱۶۳ منډو هدف وټاکه.

د نیوزلېنډ دپیل لوبغاړو ښه پیل ونه کړ خو وروسته لوبغاړو غوره توپ وهنه وکړه، چي سیفرټ او ټایلر ۵۰ او ۵۳ منډي وکړي خو لوبه یي په درو منډو بایلول. هند یاد سریز ۰-۵ وګاټه او په خپل کورکي یي نیوزلېنډ کلین سویپ کړ. دلوبي غوره لوبغاړې جسپریت بومرا سو چي ۳ لوبغاړي یي سوځولي وه. او د ټول سریز غوره لوبغاړې لوکیش راهول سو چي دخپلي لوبډلي په ګټه یي غوره توپ وهنه کړي وه. دیادوني وړ ده چي ددوي ترمنځ دپنځوس اوریزو لوبو سریز د راتلونکي چهارشنبي به ورځ پیلیږي.

محمد شبیر حسن زي

محمدشبیرحسن زي د چپرهار ولسوالۍ او د ننګرهار ولایت اوسېدونکی دی خپلي ژورنالېزم زده کړي یې په همیشه بهار راډیو تلویزون کې ترسره کړي او په سپورټ برخه کې له افغان کریک انفو سره دنده ترسره کوي.

ورته خبرونه

Back to top button
error: وبښه دغه نه کاپي کیږې