افغانستان کریکټ

نن افغان نولس د پنځم مقام ترلاسه کولو لپاره له اسټرالیا نولس کلنو سره لوبه کوي

د نولس کلنو نړیوال جام چي د جنورۍ له ۱۷ مي په سویلي افریقا کي جریان لري چي پکښي ۱۶ لوبډلو ګډون کړی و. چي له شپاړس لوبډلو اتو لوبډلو کوارټر ته لار پیداکړل چي له هغو څخه څلور نېمه پایلوبو ته لار وموندل. اوس دپاته لوبډلو ترمنځ د نورو مقامونو ترلاسه کولو لپاره لوبي رواني دي، چي نن د افغان نولس کلنو او اسټرالیا نولس کلنو ترمنځ لوبه ترسره کیږي. هند نولس کلنو اسټرالیا نولس کلنو ته او پاکستان نولس کلنو افغان نولس کلنو ته په کواټر پاینل لوبو کي ماته ورکړه او له مخکي تګ څخه پاته سوه. که چیري نن هره لوبډله لوبه ګټي بیابه له ویسټ انډیز سره دهمدي مقام ترلاسه کولو لپاره لوبه کوي. همداز نن د یوولسم مقام د ترلاسه کولو لپاره هم د زمبابوي او سکاټلنډ نولس کلنو ترمنځ لوبه کیږي.

لومړۍ نېمه پایلوبه د پاکستان او هند نولس کلنو ترمنځ د راتلونکي سه شنبي په ورځ، دوهمه نېمه پایلوبه د نیوزلېنډ او بنګله دیش ترمنځ د راتلونکي پنجشنبي په ورځ ترسره کیږي. او پایلوبه د فبرورۍ پرنهمه د راتلونکي یکشنبي په ورځ وي.

محمد شبیر حسن زي

محمدشبیرحسن زي د چپرهار ولسوالۍ او د ننګرهار ولایت اوسېدونکی دی خپلي ژورنالېزم زده کړي یې په همیشه بهار راډیو تلویزون کې ترسره کړي او په سپورټ برخه کې له افغان کریک انفو سره دنده ترسره کوي.

ورته خبرونه

Back to top button
error: وبښه دغه نه کاپي کیږې