دلوبغاړو په اړه

عمر اکمل د فیټنس له وجې په لوبډله کې ځای پیدا نکړ

د پاکستان کرکټ ملي لوبډلې پخوانی لوبغاړی، عمر اکمل، د ملي ټیم دلوبو څخه محروم شو.هغه د پاکستان کرکټ لوبډلې لپاره غوره او ښه کرکټ ترسره کړې و، دا چې پاکستان کرکټ ملي لوبډلې په دي وروستيو وختونو کې پر پخوانيو لوبغاړو ډېره تکيه وکړه نو د پخوانیو لوبغاړو تمې بیا را پیدا شوي.عمر اکمل چې ډېر وخت د پاکستان کرکټ ملي لوبډلې څخه لرې پاتې شوی دی یو ځل بیا یې د ښي توپ وهنې پرمټ زړه وغوښتل چې ملي لوبډلې ته راشي.نوموړي په خپله وروستۍ مرکه کې په تېره میاشت کې ویلي و چې هغه به د پاکستان لومړي وزیر عمران خان ته شکایت وکړي، ځکه پنځه کاله یې دې ته انتظار کړی چې پر ملي لوبډله کې یو ځل بیا ولیدل شي.اوس په تازه ټیسټ کې چې له نوموړي اخیستل شو ی نو د فیټنس ستونزه یې لاهم نده حل شوی.هغه د ملي لوبډلې کمیس د دي په پار پرغاړه واچولو چې شاید له ټيسټونو څخه بریالی ووځي، خو ټیسټ اخیستونکي نوموړي ته وویل چې ته ډېر وزن لرې او ګيډه دي ډېره غټه ده، عمر اکمل پر دغه خبره ډېر ناهېلې او پر غوصه شو هغه خپل شیرټ یا کمیس د خپل بدن څخه وویست او ټرینرته یې وویل چې زما وزن کله ډېر دی، اکمل د پاکستان په کورني کرکټ کې د پنجاب لوبډلې په ګټه لوبیږي چې په وروستیو وختونو کې یې د پام وړ لوبې نندارې ته وړاندې کړې.عمر زیاتوي د ټیسټونو بغیر دي د لوبغاړي نوري برخې هم وڅیړل شي، او بیا دی قضاوت وشي.عمر اکمل خپله وروستۍ لوبه دپاکستان په ګټه د نیوزیلنډ خلاف په ۲۰۰۹ م کال کې کړې وه.عمر اکمل د پاکستان لوبډلې لپاره ۱۶، ټیسټ لوبې ترسره کړې چې پکي ۱۰۰۳ منډې د یوې سلیزې پر مټ ترلاسه کړې.پنځوس اوریزې یې ۱۲۱ لوبې کړې چې ۳۱۹۴ منډې پکې جوړي کړې،او ۸۴ یې بیا شل اوریزه لوبې کړې چې ۱۶۹۰ منډې یې هم ترلاسه کړې.عمر ډېر وخت د کرکټ څخه لرې پاتي شوۍ او بیا یې هم په فیټنیس کې ځان ثابت نه کړ.
ولید ( خپلواک)

محمد شبیر حسن زي

محمدشبیرحسن زي د چپرهار ولسوالۍ او د ننګرهار ولایت اوسېدونکی دی خپلي ژورنالېزم زده کړي یې په همیشه بهار راډیو تلویزون کې ترسره کړي او په سپورټ برخه کې له افغان کریک انفو سره دنده ترسره کوي.

ورته خبرونه

Back to top button
error: وبښه دغه نه کاپي کیږې