نړیوال کریکټ

شعیب اختر وايي نیوزلینډ کرکټ ملي لوبډله په ارام فکر سره هدف نشي تعقیبولی

د پاکستان کرکټ ملي لوبډلې پخوانی افسانوې چټک بالر ( شعیب اختر) په خپل یوټوپ چينل کې ویلي دي د نیوزلینډ کرکټ ملي لوبډله اخیر څه کوي د ۱۶۶ منډو هدف نشي پوره کولای که څه هم د ځانه سره بهترینه لوبغاړي په لوبډله کې لري دوی د لوبې پر مهال د هدف په پوره کولو کې خپل اعصاب نشي کنټرولولی نیوزلینډ کرکټ لوبډله په دی برخه کې ښه نه ښکاري هغوۍ د هندوستان تر فشار لاندې دې شعیب اختر د هندوستان د لوبډلې په هکله وویل ريښتیا هم هندې لوبغاړي په ارام ذهن خپل کرکټ ته ادامه ورکوي د هر ډول سخت حالت په مقابل کې نه تسلیمیږي

که څه هم په ۱۲ بالونو ۱۲ منډې کول څه ګرانه خبره نده نیوزلینډ کرکټ ملي لوبډله او هندوستان کرکټ ملي لوبډله سره په شل اوریزه سیریز کې مخ دې نیوزلینډ لوبډلې په خپل کوربتوب سره هم ونشو کولای چې هندوستان ته په کومه شل اوریزه سیالۍ کې ماته ورکړي شعیب احساس کوي چې نیوزلینډ کرکټ لوبډله په سخت وخت کې خپله حوصله له لاسه ورکوې او لامل یې همدا دی چې په مسلسلو سیالیو کې ماته په ورین تندې منې هندوستان کرکټ ملي لوبډله اوس په نړۍ کې د لوبې په هر فارمټ باچاهې کوې او روان ۲۰۲۰ م کال ورته د خوشالیو او د بریاوو ډک کال ښکاري.

محمد شبیر حسن زي

محمدشبیرحسن زي د چپرهار ولسوالۍ او د ننګرهار ولایت اوسېدونکی دی خپلي ژورنالېزم زده کړي یې په همیشه بهار راډیو تلویزون کې ترسره کړي او په سپورټ برخه کې له افغان کریک انفو سره دنده ترسره کوي.

ورته خبرونه

Back to top button
error: وبښه دغه نه کاپي کیږې