دلوبغاړو په اړه

راس ټیلرسن د هند پر وړاندې ریکارډ جوړ کړ

د نیوزیلینډ کریکټ ملي لوبډلې پیاوړي لوبغاړي راس ټیلرسن د هند پر وړاندې د پنځه شل اورېزو لوبو په پنځمه او وروستۍ شل اورېزه سیالۍ کې د نیوزیلینډ کریکټ ملي لوبډلې لپاره لومړنی او په نړۍ کې درېم لوبغاړی شو چې په شل اورېز کریکټ کې ۱۰۰ سیالۍ لوبوي.
د یادولو وړ ده چې، د ټیلرسن نه وړاندې د پاکستان شعیب ملک او د هند روهېت شرما دغه کارنامې ترسره کړې وې. شعیب ملک په شل اورېز نړیوال کریکټ کې ۱۱۳ سیالۍ ترسره کړې دي او د شل اورېز کریکټ ترټولو غوره لوبغاړی دی. چې پدې حالت کې ، روهېت شرما بیا، دوهم مقام له ځانه سره لري هغه بیا ۱۰۸ شل اوریزې لوبې ترسره کړې دي؛ که چیرې هندې روهېت شرما ۵ نورې شل اوریزې لوبې ترسره کړې نو له، پاکستانې لوبغاړي شعیب ملک سره به د خپلو شل اورېزو سیالیو لوبولو لړۍ مساوې کړي.
د یادولو وړ ده، هند لومړنۍ لوبډله شو چې نیوزیلینډ ته په خپل کور کې د پنځو پرله پسې شل اورېزو لوبو کې ماته ورکوي او په خپل کور کې یې وایټ واش کړه د وایټ واش سربیره دوه سیالۍ سوپر اور ته ووتلې چې په سوپر اور کې بیا هم هندۍ لوبډله بریالی شوه.

محمد شبیر حسن زي

محمدشبیرحسن زي د چپرهار ولسوالۍ او د ننګرهار ولایت اوسېدونکی دی خپلي ژورنالېزم زده کړي یې په همیشه بهار راډیو تلویزون کې ترسره کړي او په سپورټ برخه کې له افغان کریک انفو سره دنده ترسره کوي.

ورته خبرونه

Back to top button
error: وبښه دغه نه کاپي کیږې