افغانستان کریکټدلوبغاړو په اړه

د کرکټ مخکه غړي د نور احمد اوټ حیران کړې

د افغانستان کرکټ ۱۹ کلنې لوبډلې په کواټر فاینل لوبه کې د پاکستان څخه ماته وخوړله که څه هم ډېرې تمې وې چې افغانستان په تېره سیالۍ کې بریا ترلاسه کړې خو هغسي ونشو او افغانستان د نړیوال جام د مخکي تګ څخه محرومه شو په دغه سیالۍ کې د افغانستان سوکه توپ اچونکي یوه داسي کار نامه وکړه چې د کرکټ د نړۍ غټ ستورې یې حیران کړل نور احمد لکڼوال چې د افغانستان په نولس کلنه لوبډله کې د منځېنۍ لیکې تر ټولو بهترینه بالر دی په خپل اور کې یې یو نا اشنا اوټ ترسره کړ هغه د پاکستان خلاف د لوبې په جریان کې محمد حوریرا په داسي شکل اوټ کړ چې دغه ډول کړنه د کرکټ په دونیا کې ډېره کمه لیدل کیږي لکڼوال د خپلې توپ اچونې پر جریان کې د بالینګ اکشن وکړ ولیدل چې پاکستانی محمد حوریرا له ټاکلي خط څخه بیرون دی نو سمدلاسه یې بال په

ویکټو ووهه د لوبې امپاېر د درېم امپاېر څخه مرسته وغوښته له کمې شیبې وروسته درېم امپاېر خپله پرېکړه اعلان کړه او محمد حوریرا یې اوټ اعلان کړ دغه ډول اوټ د لومړي ځل لپاره هندې سوکه توپ اچونکي ( روې چندر اشوین) کړې و د نیو زلینډ کرکټ ملي لوبډلې لوبغاړي (جېمي نیشام) هم د نور احمد پر کړنه د حیرنتیا ټویټ کړې او ویلي دي چې دا ډول ذهن او تکتیک له ډېرو کمو بالرانو سره وې افغانستان ۱۹ کلنه لوبډله له نړیوال جام څخه بهر شوی خو سیالۍ یې د مقام لپاره لا پاتې دي افغانستان کرکټ ۱۹ کلنه لوبډله به نن خپله سیالۍ د استرليا نولس کلنې لوبډلې پر وړاندې تر سره کړي هره لوبډله چې په لوبه کې بریا ترلاسه کړې نو په پنځم مقام به پاتې شي.

لعل خان ګوهر

لعل خان ګوهر پکتیکا ولایت یوسف خیل ولسوالی میست کلی اوسیدونکې دافغان کریک انفو بنسټګر

ورته خبرونه

Back to top button
error: وبښه دغه نه کاپي کیږې