نړیوال کریکټ

د استراليا پخوانی لوبغاړی پر سوپر اور کې د بدلون غوښتنه کوي

د استراليا کرکټ پخوانی لوبغاړی (ټام موډي) وایي په وروستیو وختونو کې سوپر اور ډېر لیدل کیږي باید د کرکټ نړیواله شورا دغه قانون بدل کړي هغه زیاتوي کومه لوبډله چې ګټونکي وې یو ناڅاپه په وروستېو توپونو خبره بدله شي او ګټونکي لوبډله بیا په سوپر اور کې د ګټې چانس له لاسه ورکوې هغه د نیوزلینډ او هندوستان وروستیو دوه شل اوریزه لوبو ته اشاره وکړه چې په دواړو سیالیو کې نیوزلینډ لوبډله ګټونکي وه خو خبره په وروستیو

دوه بالونو خرابه شوه او نیوزلینډ کرکټ ملي لوبډلې په دواړو سوپر اورونو کې ماتې ومنله موډې زیاتوې چې یوه لوبډله پوره هڅه کوي چې په سیالۍ کې بریا ترلاسه کړي چې کله ګټې ته نیږدې شي نو سیالۍ په حیرانونکي شکل سره مساوې شي چې دا د یوې لوبډلې لپاره ښه زیری نه لري هغه د کرکټ د نړیوالي شورا څخه غوښتې چې باید په سوپر اور کې بدلون رامنځ ته کړي او د قانون بدل کړې ټام د سوپر اور لپاره قواعد او اصول داسي وضع کړې ۱، دواړه لوبډلې باید بیا ټاس وولي بیا دي د توپ اچونې او توپ وهنې پریکړه وشي ۲ دوه بالران باید سوپر اور ترسره کړې چې درې بالونه یې یو توپ اچونکی او درې بالونه یې بل توپ اچونکی  باید وکړي تر اوسه نیوزلینډ کرکټ لوبډلې د خپل کرکټ په تاریخ کې ۷ ځله سوپر اور ترسره کړی او یو ځل پکي ګټونکي شوی دي او د ۲۰۱۹ م کال نړیوال جام یوه زړه بدوونکي پيښه هم په سوپر اور کې لري آی سي سي یا د کرکټ نړیوالي شورا لا تراوسه پر دغه اړونده موضوع خپل نظر ندې څرګند کړې.

لعل خان ګوهر

لعل خان ګوهر پکتیکا ولایت یوسف خیل ولسوالی میست کلی اوسیدونکې دافغان کریک انفو بنسټګر

ورته خبرونه

Back to top button
error: وبښه دغه نه کاپي کیږې