ولایتي سیالۍ

دریمه درجه ولایتي سیالیو په جریان نن هم دري لوبي ترسره سوي

د افغانستان کرکټ بورډ له لوري د شلو درېیمه درجه ولایتونو ترمنځ په دریو زونونو کي ۵۰ اوریزه ولایتي سیالۍ رواني دي.

ددي لوبو په لړ کې نن لومړۍ لوبه د نیمروز او اروزګان ولایتونو لوبډلو ترمنځ په کندهار کرکټ لوبغالي کي ترسره سول. چي ارزګان لوبډلي نیمروز لوبډلي ته د شپږو لوبغاړو په سوځیدو ۳۳۶ منډي هدف وټاکه. ددوي له توپ وهونکو نذیراحمد ۱۴۹ او رحیم الله ۸۸ منډي وکړي. وروسته نېمروز د خپلي توپوهني پیل ډیر تیز وکړ چي د نصیب الله شیردلي د ۱۵۵ ناسوځیدلو او احمد ظاهر د ۱۰۰ منډو وروسته یاد هدف ته په ۳۶ اور کي ورسیدل او لوبه یي په اوو ویکټو وګټل. د لوبې غوره لوبغاړې نصیب الله شیردلی وټاکل سو. دغه راز بله لوبه دنورستان او کونړ ولایتونو لوبډلو ترمنځ په غازي امان الله خان لوبغالي کي ترسره سول، چی نورستان لوبډلي په ۴۸،۵ اورونو کي دټولو لوبغاړو په سوځیدو ۲۶۲ منډي هدف کونړ ته ورکړ. چی دل آغا ۷۳ او نقیب الله ۷۱ تر نورو ډیري منډي وکړي. خو کونړ ښه لوبه ونکړه او په ۴۹،۲ اورونو کي دټولو لوبغاړو په سوځیدو ۱۸۵ منډي وکړي او لوبه یي په ۷۷ منډو بایلوده. کونړ ته په توپ وهنه کي بلال تر نورو ډیري ۴۵ منډي وکړي. د لوبي غوره لوبغاړۍ محمد نصیر وټاکل سو چی دسیالي لوبډلي څلور لوبغاړي یي سوځولي وه. بلخوا درېیمه لوبه د خوست په لوبغالي کي د بامیان او فاریاب لوبډلو ترمنځ وه چي بامیان د ۱۰۹ منډو په توپیر وګټله. بامیان په لومړي وار توپوهني سره د اوو لوبغاړو په دلاسه ورکولو فاریاب ته ۲۶۸ منډي هدف وټاکه، چی الماس ۸۰ تر نورو ډیري منډي وکړي. خو فاریاب په ۴۴ اورونو کي دټولو لوبغاړو په دلاسه ورکولو ۱۵۹ منډي وکړي او لوبه یي د ۱۰۹ منډو په توپیر بایلول. دلوبی غوره لوبغاړۍ الماس وټاکل سو چي د ۸۰ منډو ترڅنګ یي دوه لوبغاړي سوځولي وه.
یادي سیالۍ به شپږ ورځي دوام کوي اود ګروپ دوه لوبډلي به ګریډ ټو یا دوهمه درجه ولایتونو ته لار مومي.

راپور: نذیراحمد منتظر

محمد شبیر حسن زي

محمدشبیرحسن زي د چپرهار ولسوالۍ او د ننګرهار ولایت اوسېدونکی دی خپلي ژورنالېزم زده کړي یې په همیشه بهار راډیو تلویزون کې ترسره کړي او په سپورټ برخه کې له افغان کریک انفو سره دنده ترسره کوي.

ورته خبرونه

Back to top button
error: وبښه دغه نه کاپي کیږې