
پاکستانی عابد علي وایي غواړم د سچن پڅير په نړۍ کې وځلیږم
د پاکستان کرکټ ملي لوبډلې اوپنر توپ وهونکي ( عابد علي) خپلې وروستۍ څرګندونې داسي وکړې غواړم خپل کرکټ ته لا پرمختګ ورکړم زه ډېره هڅه کوم تر څو په نړیواله کچه ښه نوم وګټم زه د هندې پخواني توپ وهونکي ( سچن ټنډولکر) سره مينه لرم د هغه د توپ وهنې انداز مې خوښيږي زه د سچن په هر شاټ او تخنیک د زړه کار کوم پاکستان کې هم ډېر ښه ښه لوبغاړي شته لکه انظمام الحق یونس خان او داسي نور ورته لوبغاړي دي چې د پاکستان لپاره یې ډېر ښه کرکټ کړې.

خو زه د سچن د توپ وهنې سره ځانګړي مينه لرم
علي څرګنده کړه چې هغه د سچن ټول ښه عادتونو ایجادول غواړې عابد په لاهور کې خبریالانو ته وویل
د خپل کیریر له پیل راهیسې ، زه د سچن د بیټینګ ویډیو ګانې ګورم ما د یونس خان انضمام الحق ریکي پونټینګ مارک وایو د بیټینګ برخې هم لیدلي دي مګر زما قد د سچن ټنډولکر په څیر دی له دې امله زه هغه تعقیبوم عابد د پاکستان کرکټ لوبډلې لپاره ښه پيل کړی او د سچن ټنډولکر د توپ وهنې ځانګړی مینوال دی هغه وایي کرکټ د سچن پڅير کول غواړي خو که ورته د هغه نوم واخیستل شي نو ښه پري نه لږیږي.
ولید خپلواک