نړیوال کریکټ

هندوستان کرکټ بورډ د مشروتې کمېټې لپاره غړي وټاکل

د هندوستان کرکټ بورډ په داخلي او دننه په بورډ کې ځنې بدلونونه غواړي چې پرون یې رسماً درې غړي د سي ای سي یا د بورډ د مشروتې کمېټې لپاره وټاکل چې پکې پخواني لوبغاړي شامل دي د بي سي سي آی مشر سوراپ ګنګولي په تیر کې هم ویلي و چې دوی غواړې ځنې بدلونونه رامنځ ته کړي کوم کسان چې د سی ای سي کمېټې لپاره کاندیدان و درې پکې بریالي شو چې د راتلونکي ډیسمبر میاشتې پوري ښځېنه او نارينه لوبډله د لوبې لپاره انتخاب کړي په شاملو کسان کې یې (آر پي سینګ) هغه غړی دی چې ډېر کم کرکټ یې کړی هغه د هندوستان کرکټ ملي لوبډلې لپاره ۱۴ ټیسټ ۵۸ یو ورځينۍ او ۱۰ شل اوریزه لوبې کړې دي دوهم انتخاب کوونکی بیا هندې پخوانی لوبغاړی ( مدن لال ) دی ده د هندوستان لپاره ۳۹ ټیسټ ۶۷ پنځوس اوریزې لوبې ترسره کړې دا هغه لوبغاړ و چې په ۱۹۸۳ م کال کې د نړیوال جام برخه وال و درېم انتخاب کوونکی بیا ( نیک) دی ده د هندوستان کرکټ ملي لوبډلې لپاره ۲ ټیسټ ۴۶ پنځوس اوریزې او ۳۱ یې بیا شل اوریزې لوبې تر سره کړې دغه کمېټه کې هغه کسان نيول کیږي چې د هندوستان کرکټ ملي لوبډلې لپاره یې پخوا په کرکټ کې ډېرې کارنامې لرلې وې دغه چوکۍ ته هندې چپ لاسي توپ وهونکی ګوتم ګمبیر هم کاندید و خو د دي پر اساس لری کړی شو چې هغه په پارلمان کې برحاله دنده ترسره کوي.
ولید خپلواک

محمد شبیر حسن زي

محمدشبیرحسن زي د چپرهار ولسوالۍ او د ننګرهار ولایت اوسېدونکی دی خپلي ژورنالېزم زده کړي یې په همیشه بهار راډیو تلویزون کې ترسره کړي او په سپورټ برخه کې له افغان کریک انفو سره دنده ترسره کوي.

ورته خبرونه

Back to top button
error: وبښه دغه نه کاپي کیږې