لیګونه

سيډني تندر اډیلایډ سټرایکرز ته ناک اوټ کي ماته ورکړه

دنړۍ په ستر تجارتي لېګ بېګ باش کي نن د اډیلایډ سټرایکرز یا دراشدخان لوبډلي او سیډني تندر لوبه سېډني تندر په اتو منډو وګټل او اډیلایډ سټرایکرز یي له لېګ څخه وایستل. دنن لوبي پچه د اډیلایډ سټرایکرز لوبډلي وګټل او دتوپ اچوني پریکړه یي وکړه چي تندر لوبډلي په پوره شلو اورونو کي د الیکس هیلز د ۵۹ منډو په مټ او د اوو لوبغاړو په دلاسه ورکولو ۱۵۰ منډي وکړي او تندر ته یي ۱۵۱ منډي هدف وټاکه. چي سټرایکرز لوبډلي دپوره شلو اورونو په لوبولو او دنهو لوبغاړو په دلاسه ورکولو ۱۴۳ منډي وکړي او په اتو منډو یي لوبه بایلول. دلوبي غوره لوبغاړې الیکس هیلز وټاکل سو چي دخپلي لوبډلي په ګټه یي ۵۹ منډي کړي وي. په دي بریاسره سیډني تندر لوبډله چلینجر پړاو ته ورسېدل او د راتلونکي پنجشنبي په ورځ به د میلبورن سټارز لوبډلي سره مخ کیږي هره لوبډله چي ګټونکي سوه په پایلوبه کي به د سیډني سیکسرز سره پایلوبه کوي. پایلوبه د فبرورۍ په اتمه د راتلونکي شنبي په ورځ په ۱۲:۴۵ بجي په سيډني کي ترسره کیږي.
راپور: نذیراحمد منتظر

محمد شبیر حسن زي

محمدشبیرحسن زي د چپرهار ولسوالۍ او د ننګرهار ولایت اوسېدونکی دی خپلي ژورنالېزم زده کړي یې په همیشه بهار راډیو تلویزون کې ترسره کړي او په سپورټ برخه کې له افغان کریک انفو سره دنده ترسره کوي.

ورته خبرونه

Back to top button
error: وبښه دغه نه کاپي کیږې