ولایتي سیالۍ

د هېواد په کچه نن ګریډ ۳ سیالۍ پیل شوي

د هېواد په کچه نن په بېلا بېلو ولایتونو کې د ګریډ تري پنځوس اوریزې سیالۍ پیل شوي. دغه لوبې د افغانستان کریکټ په کورني چوکاټ کې د لومړي ځل لپاره په یو شمېر بېلا بېلو ولایتونو کې پیل شوي. چې دغه لوبې به پنځوس اورنه وي. په یادو سیالیو کي به هغه لوبډلې چې په ګروپې لوبو کې د ګروپ د سرځای خپل کړي مستقیم به ګريډ ټو یا دوهمه درجه لوبډلو ته لاره ومومي.

د معلوماتو له مخې، چې ګریډ تري لوبې نن د ۲۰ بېلا بېلو ولایتونو لوبډلو ترمنځ په درې ولایتونو کې پیل شوي، په درېمه درجه ګريډ تري لوبو کې لوبډلې په ۵ برخو ویشل شوي دي چې له ډلې یې نن په کندهار، ننګرهار او خوست ولایتونو کې سیالۍ پیل شوي. په ننګرهار ولایت کې دغه لوبې په غازي امان الله خان کریکټ لوبغالي کې پیل شوي، چې لغمان له کوچینانو لوبډلې سره سیالۍ پیل کړه.
همدغه راز په کندهار کې بیا زابل له فراه ولایتې لوبډلې سره او خوست کې بیا پکتیا له غزني سره سیالۍ پیل کړه. د یادولو ده چې له دې سیالیو څخه به لس غوره لوبډلې ګریډ ټو ولایتې سیالیو ته لار پیدا کړي چې ټاکل شوي ده هغه لوبې به هم په روانه فبرورۍ میاشت کې ترسره شې. په ننګرهار کې د کوچینانو لوبډلې د لوبې پچه وګټله، او لومړۍ یې د توپ اچونې پریکړه وکړه.

محمد شبیر حسن زي

محمدشبیرحسن زي د چپرهار ولسوالۍ او د ننګرهار ولایت اوسېدونکی دی خپلي ژورنالېزم زده کړي یې په همیشه بهار راډیو تلویزون کې ترسره کړي او په سپورټ برخه کې له افغان کریک انفو سره دنده ترسره کوي.

ورته خبرونه

Back to top button
error: وبښه دغه نه کاپي کیږې