افغانستان کریکټ

پاکستان نولس کلنو افغان نولس کلن له جام څخه وایستل

د نولس کلنو نړیوال جام چي په سویلي افریقا کي جریان لري نن د کوالیفایر پړاو وروستۍ لوبه دافغانستان او پاکستان ترمنځ ترسره سول. دلوبي پچه افغانستان وګټل او د توپ وهني پریکړه یي وکړه. دافغانستان پیل ښه وو مګر وروسته لوبغاړو پرله پسي خپلي ویکټي له لاسه ورکړي چي بلآخره په ۴۹،۱ اورونو کي دټولو لوبغاړو په سوځيدو پاکستان نولس کلنو ته ۱۹۰ منډي هدف ورکړ. چي په افغان توپ وهونکو کي لوبډلمشر فرهان زاخیل ۴۰ او عبدالرحمن ۳۰ منډي وکړي. په پاکستاني توپ اچونکو کي امیر خان ۳ او فهاد منیر ۲ ویکټي ترلاسه کړي. پاکستان هم د هدف په تعقیب ښه لوبه وکړه چي دپیل توب وهونکو محمد هریرا ۶۴ منډي، محمد حریث ۲۹ او حیدر علي ۲۸ تر نورو ډیروي منډي وکړي. په افغان توپ اچونکو کي یواځي نوراحمد دوه پاکستاني لوبغاړي وسوځول او یو یي مینکیډ اوټ وکړ، (مینکیډ اوټ هغه اوټ دی چي توپ اچونکی دبال اکشن په وخت کي دخپل طرف ویکټ په توپ ووهی او توپ وهونکي له خپل لاین څخه پښه اړولي وي. پاکستان وتوانیدی چی افغانستان ته په ۶ ویکټو ماته ورکړه، پدي بریا سره پاکستان نېمه پایلوبي ته ووت او په سه شنبه به له هند سره په نېمه پایلوبه کي مخامخ کیږي اوبله نېمه پایلوبه د بنګله دیش نولس کلنو او نیوزلېنډ نولس کلنو ترمنځ په پنجشنبه ترسره کیږي او افغانستان به راتلونکي یکشنبه د پنځم مقام ګټلو لپاره د اسټرالیا سره لوبه کوي.
راپور: نذیراحمد منتظر

محمد شبیر حسن زي

محمدشبیرحسن زي د چپرهار ولسوالۍ او د ننګرهار ولایت اوسېدونکی دی خپلي ژورنالېزم زده کړي یې په همیشه بهار راډیو تلویزون کې ترسره کړي او په سپورټ برخه کې له افغان کریک انفو سره دنده ترسره کوي.

ورته خبرونه

Back to top button
error: وبښه دغه نه کاپي کیږې