نړیوال کریکټ

هند یوځل بیا سوپر آور کي نیوزلېنډ ته ماته ورکړه.

دهند اونیوزلینډ ترمنځ دپنځو شل اوریزو لوبو د سریز څلورمه لوبه هم هند په خپله ګټه پایته ورسول. دنن لوبي پچه نیوزلېنډ وګټل او هند ته یي دتوپ وهني بلنه ورکړه. داچي سریز مخکي دهند په ګټه دی نو هند تر ډېره نن ځوانو لوبغاړو ته چانس ورکړ خو هند ته پیل ښه نه وو مګر د منېش پانډي د ۵۰ او راهول د ۳۹ منډو په مټ د اتو لوبغاړو په دلاسه ورکولو نېوزلینډ ته ۱۶۵ منډي هدف ورکړ. نیوزلېنډ هم پیل ښه نه وو مګر د منیرو او سیفرټ پنځوسیزو نیوزلینډ هدف ته نژدي کړل خو د وروستي اور کي نیوزلېنډ ته ۶ منډي پاته وي مګر شیردل ټاکور په ښي توپ اچوني لوبه سوپر اور ته ولاړه په سوپر اور کي بومرا نیوزلېنډ ته فقط ۱۳ منډي ورکړي او هدف ۱۴ سو. هند هدف ته ځان به اسانۍ په پنځو توپونو لوبولو ورساوه. او څلورمه لوبه هم هند وګټل. دلوبي غوره لوبغاړي شیردل ټاکور وټاکل سو چي ۲ لوبغاړي یي سوځیدلي وه.
ددی سریز وروستۍ لوبه د فبورۍ په دوهمه دیکشنبي په ورځ ترسره کیږي.

راپور: نذیراحمد منتظر

محمد شبیر حسن زي

محمدشبیرحسن زي د چپرهار ولسوالۍ او د ننګرهار ولایت اوسېدونکی دی خپلي ژورنالېزم زده کړي یې په همیشه بهار راډیو تلویزون کې ترسره کړي او په سپورټ برخه کې له افغان کریک انفو سره دنده ترسره کوي.

ورته خبرونه

Back to top button
error: وبښه دغه نه کاپي کیږې