دلوبغاړو په اړه

محمد شهزاد وپیژنی

د افغانستان دملي لوبډلي له پخوانیو او تجربه کاره لوبغاړو څخه یو محمد شهزاد دی. شهزاد چي کله په لوبغالي کي وي بیا نو ټول مېنوال یواځي ده ته دشپږیزو ږغ کوي ځکه شهزاد هيڅکله په ځان او لوبډله فشار نه مني او تل یي دلویو لوبډلو خلاف ښه لوبه کړي ده. پوره نوم یي محمد شهزاد محمدي دی، په ۱۹۸۸ کال د جنورۍ په ۳۱ مه په ننګرهار ولایت کي زیږیدلی.

د ملي لوبډلي د نورو پخوانیو لوبغاړو پڅیر شهزاد هم د مهاجرت پر مهال کرکټ په پاکستان کي زده کړی او وروسته د افغانستان دملي لوبډلي برخه سو. شهزاد خپله لومړۍ فرسټ کلاس لوبه د زمبابوي د الف لوبډلي خلاف د نړیوال جام کوالیفایر پړاو کي ترسره کړي بیا په همدي کال یي دنیدرلینډ خلاف یوورځنۍ لوبه کي سلیزه ووهل او لومړی افغان لوبغاړی سو چي فرسټ کلاس لوبو کي ۱۱۰ منډي کوي. په ۲۰۱۰ کال په فبروري کي د ایرلینډ خلاف لومړۍ شل اوریزه لوبه وکړه. چي په همدي میاشت کي یي د کاناډا خلاف په نړیوال کپ کي دلومړي افغان په توګه په فرسټ کلاس لوبو کي ډبله سلیزه وکړه او ۲۱۴ ناسوځیدلي منډي یي جوړي کړي. لومړۍ یوورځنۍ لوبه یي د نیدرلینډ خلاف په ۲۰۰۹ کال ترسره کړي. نوموړي په ۲۰۱۲ کال د پاکستان او انګلستان لوبډلو خلاف فرسټ کلاس لوبو کي دوه نېمه سلیزي جوړي کړي چي لومړۍ افغان لوبغاړې سو چي په فرسټ کلاس لوبو کي ۱۰۰۰ منډي جوړوي. همداراز لومړی افغان لوبغاړې دی چي په لیست اې لوبو کي ۱۰۰۰ منډي پوره کوي. د ۲۰۱۴ کال په آسیا کپ کي دملي لوبډلي برخه وو مګر چندان ښه کارکردګي یي نه درلوده. له ۲۰۱۵ کال نړیوال جام څخه د خوږ له امله کښینول سوی وو پرځاي یي افسر ځاځی د ویکټ ساتونکي په توګه لوبډلي ته غوره سوی وو. چي هغه جام کي افغانستان یواځي سکاټلنډ ته ماته ورکړه نوري ټولي لوبي یي بایلودي. په ۲۰۱۶ کال نړیوال شل اوریز جام کي د لوبډلي له مهمو لوبغاړو څخه وو چي یوه لوبه کي یي په خپلو سترو شاټونو دسویلي افریقا له توپ اچونکو لار ورکه کړي وه چي هماغه لوبه کي یي په ۱۸ توپونو ۴۴ چټکي منډي جوړي کړي.
د ۲۰۱۷ کال د جنورې په ۱۷ مه شهزاد دکرکټ نړیوالي شورا د قوانینو څخه دسرغړوني پخاطر دیوکلن بندیز سره مخ سو ځکه نوموړي د (کلینبوټیرول) په نامه منع سوي درمل کارولي وه. محمدي همداراز ۲۰۱۸ کال کي نړیوال پنځوس اوریز جام ته د لارموندني په لوبو کي چي په زمبابوي کي ترسره کیدي هم دافغانستان دلوبډلي برخه وو که څه هم نوموړي دزمبابوي سره لوبه کي داوټ کیدو وروسته د کرکټ نړیوالي شورا دقوانینو خلاف مرورتیا ښودلي وه چي د دوه لوبو بندیز سره مخ سو، مګر په پایلوبه کي یي د ویسټ انډیز خلاف ۸۴ منډي وکړي او هماغه جام هم افغانستان وګاټه. په ۲۰۱۸ کال اسیا جام کي هم شهزاد دلوبډلي خورا مهم غړی وو نوموړي یو لوبه کي د هند خلاف سلیزه ووهل او ۱۲۴ منډي یي جوړ کړي چي هند ته هدف ۲۵۲ ورکول سو او بیا افغان توپ اچونکو هم ښه توپ اچونه وکړه چي هند دټولو لوبغاړو پ سوځیدو ۲۵۱ منډي جوړي کړي او لوبه مساوي اعلان سوه. شهزاد لومړۍ ټیسټ لوبه د هند خلاف ۲۰۱۸ کال کي کړي. محمدي د پنځوس اوریز نړیوال جام مخکي دایرلینډ خلاف ایرلینډ کي سلېزه ووهل مګر د پاکستان خلاف تمریناتي لوبه کي د لوبي په جریان د پښي دخوږ له امله د لوبي ووت. خو وروسته یي داسټرالیا او سریلانکا خلاف لوبه وکړل مګر وروسته دلوبي د لوبډلي څخه د ځنګانه د خوږ له امله کښینول سو او پر ځاي یي اکرام علي خیل د لوبډلي برخه سو. خو د جام وروسته د اګسټ پر لسمه د کرکټ بورډ له لوري یوځل بیا له یوکلن بندیز سره مخ سو ځکه نوموړي د بورډ له اجازي پرته پاکستان هیواد ته تللی وو او هلته یي د یو کلب سره تمرینات کول نوموړی ته څو ځله بورډ اخطارونه هم ورکړي وه خو نوموړي د بورډ خبره نه وه منلي او هلته تللی وو او تمرینات یي کول. د نوموړي یو کلن بندیز د روان کال د اګسټ پر لسمه پاي ته رسیږي او د کرکټ دریس په وینا چي په یویو ټیسټ کي تر کامیابیدو وروسته به ملي لوبډلي ته راځي. دغه ویکټ ساتونکي توپ وهونکي دافغانستان لپاره دوه ټيسټ لوبي کړي ۶۹ منډي یي جوړي کړي. همداراز یي ۸۵ یو ورځنۍ لوبي کړي چي ۲۷۶۳ منډي یي جوړي کړي دي. چي شپږ سلېزي او ۱۴ پنځوسیزي پکښي شاملي دي. همداراز محمدي ۶۴ شل اوریزي لوبي کړي پکښي یي ۱۸۶۰ منډي جوړي کړي چی یوه یي سلیزه او ۱۱یي پنځوسیزي پکښي جوړي کړیدي. همدارنګه شهزاد د افغانستان دملي لوبډلي ترڅنګه په نړیواله یوولس کسیزه لوبډله کي، رنګپور رایډرز، پکتیا پینترز، چیټاګانګ ویکینز، راجپوتز، ډاکان ګلاډیاټورز، هیټ سټورمرز، رنګپور رینجرز او دافغانستان شپږیزه لېګ په بیلابیلو لوبډلو کي لوبيدلی دی. شهزاد نن ۳۲ کلن سو.
راپور: نذیراحمد منتظر

محمد شبیر حسن زي

محمدشبیرحسن زي د چپرهار ولسوالۍ او د ننګرهار ولایت اوسېدونکی دی خپلي ژورنالېزم زده کړي یې په همیشه بهار راډیو تلویزون کې ترسره کړي او په سپورټ برخه کې له افغان کریک انفو سره دنده ترسره کوي.

ورته خبرونه

Back to top button
error: وبښه دغه نه کاپي کیږې