دلوبغاړو په اړه

د پاکستان ۱۹ کلنو ستوری حېدر علي غواړي، د هندوستان روهېت شرما شي

د هند کریکټ ملي لوبډلې پیاوړی لوبغاړی او د نړۍ ستر توپ وهوونکی روهېت شرما د نیوزیلنډ خلاف په زړه پورې لوبه نندارې ته وړاندې کړه په ځانګړي توګه هغه وخت کله چې د نیوزیلنډ او هند ترمنځ لوبه سوپر اور تر ووتله چې روهېت شرما د نیوزیلنډ له لوري ټاکل شوي ۱۷ منډو هدف په سوپر اور کې بیرته بشپړ کړ او د شل اورېزو لوبو سیریز یې د هند په بریا پایته ورسوه په داسې حال کې چې دوه شل اوریزې لوبې لا هم پاتې دي. اوس تازه د پاکستان نولس کلنو کریکټ ملي لوبډلې پیاوړی توپ وهوونکی حېدر علي غواړي چې د هند روهېت شرما په څیر شي او د خپل هېواد (پاکستان) روهېت شرما شي.
حېدر علي چې په سوېلي افریقا کې د نولس کلنو نړیوال جام کې د پاکستان نولس کلنو ملي لوبډلې په ګټه لوبېږي، نوموړی به نن د افغانستان پر وړاندې په کواټر فاینل لوبه کې د پاکستان لپاره ولوبېږي، چې وبه وګورو د پاکستان روهېت شرما به د افغانستان پیاوړو توپ اچوونکو پر وړاندې څه ډول سیالۍ نندارې ته وړاندې کړي. حېدر علي پر وینا، چې هغه غواړي چې د روهېت شرما په څیر توپ وهنه ترسره کړي.
علي د جنوبي افریقا څخه جیو ټي وي سره خبرو کې وویل: “زما رول ماډل روهېت شرما دی ، زه غواړم د هغه په څیر یو بیټسمین شم. هغه په ډیر زړورتیا او اعتماد سره توپ وهنه ترسره کوي ، زه غواړم د هغه د بیټینګ طرز تعقیب کړم. البته ، په یو ورځنۍ کریکټ کې د دوه سلیزو جوړول زما خوب دی. نوموړی دا مهال نولس کلن دی.

محمد شبیر حسن زي

محمدشبیرحسن زي د چپرهار ولسوالۍ او د ننګرهار ولایت اوسېدونکی دی خپلي ژورنالېزم زده کړي یې په همیشه بهار راډیو تلویزون کې ترسره کړي او په سپورټ برخه کې له افغان کریک انفو سره دنده ترسره کوي.

ورته خبرونه

Back to top button
error: وبښه دغه نه کاپي کیږې