افغانستان کریکټ

افغان نولس کلنو پاکستان نولس کلنو ملي لوبډلې ته ۱۹۰ منډي هدف وټاکه

نن د نړیوال جام په کواټر فاینل لوبه کې افغانستان نولس کلنو ملي لوبډله د پاکستان نولس کلنو ملي لوبډلې سره مخ شوه چې د لوبې په پیل کې افغانستان نولس کلنو ملي لوبډلې د لوبې پچه وګټله، او لومړۍ یې د توپ وهنې پرېکړه وکړه دلته به له تاسې سره د لوبې لومړۍ اننګز جزیات شریک شې.

افغانستان نولس کلنو ملي لوبډلې پیل ښه نه وه او په اووم اور کې یې لومړۍ ویکیټه له لاسه ورکړه او په لسم اور کې یې دوېم لوبغاړی عمران مېر هم له لاسه ورکړ. او همدغه راز په ۱۶ اور کې درېم لوبغاړی فرهان له لاسه ورکړ. افغان لوبډلې د ټولو لوبغاړو په سوځېدو ۱۸۹ منډي جوړي کړي او پاکستان نولس کلنو کریکټ ملي لوبډلې ته یې د ۱۹۰ منډو هدف وټاکه. افغان لوبډلې له لوري توپ وهنه کې ابرهېم ځدران په ۱۹ بالونو د یوې څلوریزې په مرسته ۱۱، عمران مېر ۱ بال باندې یوه څلویزه ووهله او په ۴ منډو له لوبغالي څخه ولاړ، همدغه راز لوبډلمشر فرهان زاخېل ۵۵ بالونو او د ۷ څلوریزو پر مټ ۴۰ منډي جوړي کړي، رحمان الله په ۳۷ بالونو او د ۳ څلوریزو پر مټ ۲۹ منډي وکړي عابد محمدي ۲۸، اصف ۸، شفیق الله غفاري ۱ او محمد عاشق ۱۵ منډي جووي کړي.
پاکستان له لوري توپ اچونه کې محمد عامر خان ۳ او فهاد منیر ۲ لوبغاړي وسځول. یادولو ده چې په څو شیبو کې به پاکستان نولس کلنو کریکټ ملي لوبډله توپ وهنې لپاره لوبغالي ته راشې.

محمد شبیر حسن زي

محمدشبیرحسن زي د چپرهار ولسوالۍ او د ننګرهار ولایت اوسېدونکی دی خپلي ژورنالېزم زده کړي یې په همیشه بهار راډیو تلویزون کې ترسره کړي او په سپورټ برخه کې له افغان کریک انفو سره دنده ترسره کوي.

ورته خبرونه

Back to top button
error: وبښه دغه نه کاپي کیږې