نړیوال کریکټ

نیوزیلنډ د هند پر وړاندې د یو ورځینو لوبو لوبډله اعلان کړه

د نیوزیلنډ په کوربه توب د نیوزیلنډ کریکټ ملي لوبډلې او د هندوستان کریکټ ملي لوبډلو ترمنځ د پنځه شل اورېزو چې تر دې دمه درې شل اوریزې سیالۍ ترسره شوي دي چې درې واړه شل اوريزې لوبې د هند په بریا سره پایته رسیدلې دي او له وړاندې یې د شل اورېزو لوبو سیریز له نیوزیلنډ څخه په خپل نوم کړ.

خو تازه د نیوزیلنډ کریکټ ملي لوبډلې د هند کریکټ ملي لوبډلې پر وړاندې نن پنجشنبه د جنورۍ پر ۳۰مه نیټه ۱۴ کسیزه لوبډله د راتلوونکو درې یو ورځینو لوبو لپاره اعلان کړه. د کوربه نیوزیلنډ لپاره بیا ښه خبر دا دی، چې ټام لاتم ، چې د آسټرالیا په وړاندې په دریم ټېسټ کې د ښي لاس ګوتې ټپ له امله له لوبډلې لرې پاتې شوې وه مګر اوس د یو ورځینو لوبو لپاره د هند پر وړاندې ۱۴ کسیزه نوملړ کې غوره شوي دی.
د نیوزیلینډ لوبډله د یو ورځینیو لوبو لپاره: کین ویلیمسن (لوبډلمشر) ، همیش بینیټ ، ټام بلنډیل ، کولن ډی ګرانډوم ، مارټین ګپټیل ، کایل جیمیسن ، سکاټ کوګلیجین ، ټام لاتم ، جیمي نیشام ، هنري نیکولس ، مچل سانټنر ، ایش سوډي ، ټیم ساوتې ، راس ټیلر.

محمد شبیر حسن زي

محمدشبیرحسن زي د چپرهار ولسوالۍ او د ننګرهار ولایت اوسېدونکی دی خپلي ژورنالېزم زده کړي یې په همیشه بهار راډیو تلویزون کې ترسره کړي او په سپورټ برخه کې له افغان کریک انفو سره دنده ترسره کوي.

ورته خبرونه

Back to top button
error: وبښه دغه نه کاپي کیږې