نړیوال کریکټ

نولس کلنو نړیوال جام: اسټرالیا توپ وهوونکی سام فینینګ د اي سي سي له لوري جریمه شو

د اسټرالیا نولس کلنو کم عمره ملي لوبډلې لوبغاړی سام فینینګ د سوېلي افریقا په پوټ سټ روم کې د آی سي سي ۱۹ کلنو نړیوال جام سیالیو د کوارټر فاینل لوبو په جریان کې د هندي تېز بالر آکاش سینګ سره د قصدي اړیکې جوړولو له امله جریمه شو، د آی سي سي لخوا د یوې خپرې شوې اعلامیې له مخې، چې د فینینګ کړنلاره د اي سي سي یا د کریکټ نړیوالې شورا د لومړۍ کچ سرغړونه ګڼل شوي ده.

هند کریکټ نولس کلنو ملي لوبډلې له اسټرالیا څخه یاده سیالۍ په ۷۴ منډو وګټله. “دغه عمل نامناسب ګڼل شوی و او توپ وهونکی په دې وموندل شو چې د آي سي سي د کړنلارې له ۲.۱۲ مادې څخه سرغړونه کړې ، چې د یوې نړیوالې لوبې په جریان کې له بل لوبغاړي سره نامناسب فزیکي تماس لري. د دې ډول پیښې لومړۍ درجې سرغړونه د رسمي سرغړونې جریمه او د یو یا دوه ډیمټ پوائنټونو جریمه لري.”
د یادولو ده چې د سام فینینګ نوم ته دوه منفې نمرې هم اضافه کړلې شوې او د اي سي سي له لوري د میچ ۱۵% سلنه جریمه کړای شو.

محمد شبیر حسن زي

محمدشبیرحسن زي د چپرهار ولسوالۍ او د ننګرهار ولایت اوسېدونکی دی خپلي ژورنالېزم زده کړي یې په همیشه بهار راډیو تلویزون کې ترسره کړي او په سپورټ برخه کې له افغان کریک انفو سره دنده ترسره کوي.

ورته خبرونه

Back to top button
error: وبښه دغه نه کاپي کیږې