دلوبغاړو په اړه

محمد حفیظ: د کریکټ بورډ له مشرانو لوبغاړو سره ښې اړیکې ته اړتیا لرم

د پاکستان کریکټ ملي لوبډلې پیاوړی لوبغاړی محمد حفیظ د پاکستان د کریکټ بورډ له لوړ پوړو لوبغاړو سره په چلند خوښ نه دی، او له بورډ یې غوښتي چې د لوړ پوړو لوبغاړو سره د مواصلاتو تشه ډکه کړي. هغه په دې اند دی چې د بورډ او لوبغاړو ترمنځ د مواصلاتو تشه شتون لري او نوموړی د بورډ له لوري ښو اړیکو ته اړتیا لري ځکه چې دا به له حفیظ سره د ده په مسلک کې سم پریکړې کولو کې رغنده رول ولوبوي.

حفیظ ورته څرګندونې وروسته له هغه وکړې چې هغه او شعیب ملک د بنګله دېش په وړاندې د درې شل اورېزو لوبو سیریز کې د پاکستان په 2-0 بریا کې کلیدي رول لوبولی و. په دغې بریا سره پاکستان وکولی شو چې خپل لومړی نمبر فارمټ په شل اورېز درجه بندۍ کې وساتې. حفیظ په لاهور کې وویل”زه فکر کوم چې د کلونو لپاره وروسته له دې چې د پاکستان لپاره لوبیږم لوبغاړي باید سم خبر شي ځکه که دوی د ملي ټیم مدیریت په پلانونو کې وي نو دوی کولی شي د خپلې راتلونکې په اړه غوره پریکړې وکړي. د لوبغاړو لپاره به خورا اسانه وي که چیرې د مشرانو لوبغاړو د انتخاب یا نه ټاکل کیدو په اړه د خبرو اترو پالیسي جوړه شي. “
هغه د دې کال په وروستیو کې د شل اورېز نړیوال جام وروسته له نړیوال کریکټ څخه تقاعد کولو ته چمتو دی مګر وروسته هغه په خبرو کې څرګنده کړله چې هغه اوس هم د ډېر وخت لپاره لوبه ترسره کولی شې.

محمد شبیر حسن زي

محمدشبیرحسن زي د چپرهار ولسوالۍ او د ننګرهار ولایت اوسېدونکی دی خپلي ژورنالېزم زده کړي یې په همیشه بهار راډیو تلویزون کې ترسره کړي او په سپورټ برخه کې له افغان کریک انفو سره دنده ترسره کوي.

ورته خبرونه

Back to top button
error: وبښه دغه نه کاپي کیږې