لیګونه

شهزاد محمدي د نيپال په کورني لیګ کې دلوبېدو چانس تر لاسه کړ

‎ د افغانستان کرکټ ملي لوبډلې بریدګر اوپنر توپ وهونکی( شهزاد محمدي) د افغانستان د کرکټ د ملي لوبډلې څخه د یوکال لپاره لرې خو لاهم چانس لري چې بیرته ملي لوبډلې ته راستون شي اوس د نيپال په (ې پي ایل) کې د چتوان ټایګرز لوبډلې د ځان لپاره خپل کړ شهزاد محمدي چې په نړیوال شل اوریزه کرکټ کې ځانکړی نوم لري د نيپال په ایوریسټ پریمیر لیګ کې واخیستل شو ې پي ایل د نيپال کورنی تجارتي لیګ دی چې د نړۍ مشهوره لوبغاړي پکي لوبیږي دا د څو مشخضو خصوصي ډلو لخوا چې عامر اختر او سوروج نومیږي دغه لیګ مخ ته وړي د شهزاد تر څنګ به نور بهرني لوبغاړي چې په ټورنامنټ کې برخه اخلي د ډویین سمیټ، د بهیراوا ګلیډیټرز لپاره ، کیون اوبرائن، د کتمانډو کینګز الیون لپاره ، سریلنکایي اپل تارنګا ،د للت پور پیټریټس لپاره، او سویلي افریقایي هاشم آملا د پوخارا رینوس په ګټه لوبیږي

دغه سیالۍ به په ژوندۍ بڼه د (ډي سپورټ) تلویزون څخه ولیدل شي ټاکل شوی وه چې دغه لیګ په ۲۰۱۹ م کال کې د ډیسمبر په میاشت کې ترسره شي خو اوس یې وروستۍ نېټه د ۲۰۲۰ م کال ته لاړه دغه لیګ به په همدې کال کې د فبرورۍ په ۲۹ نېټه پیل او د مارچ میاشتي پر ۱۴ نېټه به پای ته ورسیږي دا د ایوریسټ لیګ څلورم فصل دی چې افغان لوبغاړی شهزاد محمدي پکې هم د چتوان ټایګرز په ګټه لوبیږي.‎

محمد شبیر حسن زي

محمدشبیرحسن زي د چپرهار ولسوالۍ او د ننګرهار ولایت اوسېدونکی دی خپلي ژورنالېزم زده کړي یې په همیشه بهار راډیو تلویزون کې ترسره کړي او په سپورټ برخه کې له افغان کریک انفو سره دنده ترسره کوي.

ورته خبرونه

Back to top button
error: وبښه دغه نه کاپي کیږې