لیګونه

سيډني تندر هوبارټ هیریکنز ته ماته ورکړه او ناک اوټ ته ورسیدل

بیګ باش تجارتي لېګ چي د نړۍ ستر لېګ دی چي پکښي د ډیویلرز ، کریس لاین، ډیویډمیلر او داسی نور قوي لوبغاړو پڅیر لوبغاړي لوبیږي. چي پنځه افغان لوبغاړي هم په بیلابیلو لوبډلو کي یو دبل خلاف لوبیږي. نن د سېډني تندر لوبډلي هوبارټ هیریکنز یا دقیس احمد لوبډلي ته په ۵۷ منډو ماته ورکړه او ناک اوټ پړاو ته ورسېدل.

دنن لوبي پچه سیډني تندر وګټل او دتوپ وهني پریکړه یي وکړه چي په پوره شلو اورونو کي دپنځو لوبغاړو په دلاسه ورکولو ۱۹۷ منډي وکړي چي الیکس هیلز او عثمان خواجه پکښي په نوبت سره ۶۰ او ۵۴ منډي وکړي. هوبارټ هیریکنز د هدف په تعقیب تقریبا پیل ښه وو خو منځنیو لوبغاړو ښه لوبه ونکړه چي ددي لوبډلي لپاره یواځي ارثي شارټ تر نورو ډیري ۳۷ منډي وکړي. دنن لوبي غوره لوبغاړی جانتن کوک سو چي څلور لوبغاړي یي سوځولي وه. سبا به د کوالیفایر لوبډلي چي د ګروپ لومړۍ او دوهم مقام لرونکي لوبډلي دي یو دبل خلاف لوبه کوي چي ګټونکي به مستقیم پایلوبي ته ځي او په شنبه به دناک اوټ پړاو وي چي د ګروپ دریم مقام لرونکي لوبډله د نن دګټونکي یعني سیډني تندر سره او په پنجشنبه به چلینجر پړاو وي چي د کوالیفایر پړاو بایلونکي به د ناک اوټ د ګټونکي سره لوبه کوي هره لوبډله چي ګټونکي سوه پایلوبي ته لاره پیداکوي او پایلوبه د فبرورۍ په اتمه ترسره کیږي.
راپور: نذیراحمد منتظر

محمد شبیر حسن زي

محمدشبیرحسن زي د چپرهار ولسوالۍ او د ننګرهار ولایت اوسېدونکی دی خپلي ژورنالېزم زده کړي یې په همیشه بهار راډیو تلویزون کې ترسره کړي او په سپورټ برخه کې له افغان کریک انفو سره دنده ترسره کوي.

ورته خبرونه

Back to top button
error: وبښه دغه نه کاپي کیږې