لیګونهنړیوال کریکټ

سهيل تنویر وایي د هندوستان آی پي ایل د نړۍ تر ټولو غوره لیګ دی

د پاکستان کرکټ ملي لوبډلې پیاوړی لوبغاړی سهیل تنویر په خپله وروستۍ مرکه کې د (جي ټي وي نیوز) چينل سره په خبرو کې وویل د هندوستان تجارتي آی پي ایل لیګ په نړۍ کې ډېر زیات مینوال لري او هيڅ کوم لوبغاړی به په نړۍ کې داسي نه وې چې د دغي لیګ څخه په لوبیدو کې انکار وکړي په حقیقت کې د یولوبغاړي لپاره دا د منلو وړ نه ده چې د هندوستان په لیګ کې ونه لوبیږي هغه زیاتوي زه ډېر زیات خفه یم چې پاکستاني لوبغاړي په دغه لیګ کې دلوبېدو چانس له لاسه ورکړی سهل تنویر هغه لوبغاړی دی چې د هندوستان په آی پي ایل لیګ کې د راجستان رایلز لپاره لوبیدلی و سهیل د راجستان لپاره په ۱۱ سیالیو کې ولوبید او ۲۲ ویکټې یې ترلاسه کړي له هغه وروسته بیا هیڅ کوم پاکستاني لوبغاړي په هندې کورني لیګ کې ونه لیدل شو تنویر د استرالیا دپخواني لوبغاړي شين وارن په اړه وویل هغه ډېر ښه انسان دی او لوبغاړي ته په لوبه کې ډېر زیات تشویق ورکوي سهیل د خپل کرکټ په تاریخ کې خپله وروستۍ شل اوریزه لوبه په ۲۰۱۷ م کال کې د ویسټ انډیز لوبډلې پر وړاندې وکړه سهیل دپاکستان ملي لوبډلې چپ لاسی توپ اچوونکی دی چې د کرکټ په نړۍ کې د بالینګ بیل انداز لري نوموړي د محمد حفیظ او د شعیب ملک په راتګ خوښې وښوده چې یو ځل پاکستان کرکټ بورډ په سینير لوبغاړو باندې باور وکړ زه هم اومید لرم چې په راتلونکي اسیا جام او نړیوال شل اوریزه جام کې به ولوبیږم.

محمد شبیر حسن زي

محمدشبیرحسن زي د چپرهار ولسوالۍ او د ننګرهار ولایت اوسېدونکی دی خپلي ژورنالېزم زده کړي یې په همیشه بهار راډیو تلویزون کې ترسره کړي او په سپورټ برخه کې له افغان کریک انفو سره دنده ترسره کوي.

ورته خبرونه

Back to top button
error: وبښه دغه نه کاپي کیږې