دلوبغاړو په اړه

د انګلینډ جوفرا آرچر په سوېلي افریقا کې د ۲۰ اورېز سیریز څخه بهر شو

د سوېلي افریقا په کوربه توب په شل اورېز سریز کې د انګلینډ کریکټ ملي لوبډلې پیاوړی او تېز بالر جوفرا ارچر د ۲۰ اورېز سیریز څخه د ټپ له امله لرې کړای شو نوموړی په ټېسټ سیریز کې هم له لوبې څخه کیښنول شوي وه، هغه د سیریز وروستۍ درې سیالۍ له لاسه ورکړې وې.

د دغه ۲۴ کلن لوبغاړي نه شتون به په انګلینډ کریکټ ملي لوبډلې منفې اغېزه ولري، ځکه چې د انګلینډ کریکټ ملي لوبډله به په اسټرالیا کې د ترسره کیدونکې شل اورېز نړیوال جام لپاره تیاری نیسې چې ممکن د ارچر نشتون به د انګلینډ کریکټ ملي لوبډله له یو څه ستونزو سره مخ کړي، په هر حال تر دې دمه نه ده په ډاګه شوي چې نوموړی به په یاد نړیوال جام کې کیښنول شوي او که نه خو بل لوري ته د انګلینډ کریکټ بورډ په همدې هڅه کې دی چې ارچر ژر تر ژره سیالۍ پیل کړي.
د ارچر پر ځای به په لوبډله کې لنکاشیر سیمر ثاقب محمود شامل شي، نوموړی به د سوېلي افریقا خلاف د ارچر پر ځای په انګلینډۍ لوبډله کې ولوبېږي.

محمد شبیر حسن زي

محمدشبیرحسن زي د چپرهار ولسوالۍ او د ننګرهار ولایت اوسېدونکی دی خپلي ژورنالېزم زده کړي یې په همیشه بهار راډیو تلویزون کې ترسره کړي او په سپورټ برخه کې له افغان کریک انفو سره دنده ترسره کوي.

ورته خبرونه

Back to top button
error: وبښه دغه نه کاپي کیږې