نړیوال کریکټ

د اسلام اباد د لوبډلې مالک وایي د پاکستان د پی ایس ایل او د هندوستان د آی پی ایل لوبډلې دي سره لوبې وکړي

د نړۍ دوه غوره لیګونه چې په نړۍ واله کچه مینوال لري او د نړۍ بهترینه لوبغاړي پکي لوبیږي دا ځل د اسلام اباد یو نایټیډ لوبډلې مالک یو بل ډول وړاندیز لري هندوستان کرکټ پریمېر لیګ آی پي ایل چې په نړۍ کې لومړۍ هغه لیګ دی چې د دی پڅیر بل لیګ نشته د اسلام اباد یو نایټیډ مالک علي نقوي په خپله وروستۍ مرکه کې وویل آی پي ایل او سي پي ایل د نړۍ دوه غوره لیګونه دي که چیرته یوه لوبډله د هندوستان د پریمېر لیګ څخه راوخیستل شي او د سي پي ایل څخه او د دواړو لوبډلو ترمنځ یوه لوبه وشي نو مینوال به یې ډېر په لیوالتیا سره وګوري نقوې د ممبې انډینز لوبډلې یاده وکړه چې باید د پاکستان په لیګ کې د یوې بهترینه لوبډلې

سره لوبه وکړي هغه زیاتوي کله چې د پاکستان او هندوستان تر منځ لوبه وې نو د کرکټ مینوال یې د نړۍ په کونج کونج کې ګوري نو ښه به دا وې چې دغه ډول سیالۍ هم تر سره شي تر اوسه هندۍ رسنیو په اړونده خبر کوم څه نه دي ویلي هغه د نیوزلینډې لوک رونچې یاده وکړه چې دا ځل به ورسره د لوبډلې په برخه کې د لوبغاړي ترڅنګ د روزنې په برخه کې هم کار وکړي د پي ایس ایل پنځم فصل د فبرورۍ په ۲۰ نېټه په پاکستان کې پیلیږي.

لعل خان ګوهر

لعل خان ګوهر پکتیکا ولایت یوسف خیل ولسوالی میست کلی اوسیدونکې دافغان کریک انفو بنسټګر

ورته خبرونه

Back to top button
error: وبښه دغه نه کاپي کیږې