لیګونه

بیګ باش لېګ حساس پړاو ته رسیدلی

بیګ باش یا د اسټرالیا غوره لېګ چي د نړۍ دسترو لیګونو څخه یو دی پکښي هرکال دنړۍ قوي لوبغاړي په اتو لوبډلو کي یو دبل خلاف لوبیږي. چي پکښي د ډیویلرز ، کریس لاین، ډیویډمیلر او داسی نورو قوي لوبغاړو یادونه کولاي سو. چي پنځه افغان لوبغاړي هم په بیلابیلو لوبډلو کي یودبل خلاف لوبیږي لکه راشدخان، مجیب الرحمن، محمد نبي عیسی خیل، قیس احمد او ظهیر خان تردي مهاله راشد خان نسبت نورو افغان لوبغاړو ته ښه ثابت سوی. دیاد لېګ سږني پړاو لومړۍ ۵۶ لوبي ترسره سوي چي د اتو لوبډلو څخه ۵ مخکي ولاړي او ۳ لوبډلي کور ته. نن د دوهم پړاو لومړۍ لوبه د دهوبرټ هیریکنز او سیډني تندر ترمنځ ماپښین ۱:۱۰ دقیقي په هوبرټ کي ترسره کېږي. هوبرټ هیریکنز په یاد لېګ کي په څلورم او سیډني تندر په پنځم مقام دي. چي دواړو لوبډلو شپږ لوبي ګټلي او اوه یي بایللي دي. خو نن دواړه لوبډلي خپل بخت ازمایي چي ګټونکي مخته ځي او بایلونکي له لېګ څخه پاتیږي. دسیډني تندر لوبډلي لوبډلمشر کالم فرګوسن او د هوبرټ هیریکنز لوبډلي لوبډلمشر میتیو واډ دی. سبا به د کوالیفایر لوبډلي چي د ګروپ لومړۍ او دوهم مقام لرونکي لوبډلي دي یو دبل خلاف لوبه کوي چي ګټونکي به مستقیم پایلوبي ته ځي او په شنبه به دناک اوټ پړاو وي چي د ګروپ دریم مقام لرونکي لوبډله د نن دګټونکي سره لوبیږي او په پنجشنبه به چلینجر پړاو وي چي د کوالیفایر پړاو بایلونکي به د ناک اوټ د ګټونکي سره لوبه کوي هره لوبډله چي ګټونکي سوه پایلوبي ته لاره پیداکوي او پایلوبه د فبرورۍ په اتمه ترسره کیږي.

راپور: نذیراحمد منتظر

محمد شبیر حسن زي

محمدشبیرحسن زي د چپرهار ولسوالۍ او د ننګرهار ولایت اوسېدونکی دی خپلي ژورنالېزم زده کړي یې په همیشه بهار راډیو تلویزون کې ترسره کړي او په سپورټ برخه کې له افغان کریک انفو سره دنده ترسره کوي.

ورته خبرونه

Back to top button
error: وبښه دغه نه کاپي کیږې