نړیوال کریکټ

بنګله دیش نولس کلنو کوربه هیواد له جام څخه اوټ کړ

دنولس کلنو نړیوال جام د کوارټر فاینل لوبو په لړ کي نن درېیمه لوبه د بنګله دیش نولس کلنو او سویلي افریقا نولس کلنو ترمنځ ترسره سول؛ دلوبي پچه د سویلي افریقا نولس کلنو وګټل او د توپ وهني بلنه یي بنګله دیش نولس کلنو ته ورکړه، بنګله دیش د پنځو لوبغاړو په سوځیدو سویلي افریقا ته ۲۶۱ هدف ورکړ چي بنګله دیش ته تنزید حسن، توحید هریدوی او شهادت حسین پنځوسیزي وکړي.

بل پلو سویلي افریقا نولس کلنو ته بغیر له لوکی بیوفرډ څخه بل هیڅ کوم لوبغاړي ښه لوبه ونه کړه نوموړي دخپلي لوبډلي په ګټه ۶۰ منډي وکړي. بنګله دیش ته رقیب الحسن ۵ ویکټي ترلاسه کړي، چي دلوبي غوره لوبغاړې هم وټاکل سو. پدي بریا سره بنګله دیش نولس کلن نیمه پایلوبي ته ووتل او سویلي افریقا له جام څخه ووتل.ټاکل سوي چي ددي لوبو په لړ کي سبا د افغانستان نولس کلن د پاکستان نولس کلنو سره پر ۱۲:۳۰ دقیقي دلوبي ډګر ته ووځي.
راپور: نذیراحمد منتظر

محمد شبیر حسن زي

محمدشبیرحسن زي د چپرهار ولسوالۍ او د ننګرهار ولایت اوسېدونکی دی خپلي ژورنالېزم زده کړي یې په همیشه بهار راډیو تلویزون کې ترسره کړي او په سپورټ برخه کې له افغان کریک انفو سره دنده ترسره کوي.

ورته خبرونه

Back to top button
error: وبښه دغه نه کاپي کیږې