دلوبغاړو په اړهلیګونه

پولارډ به په ویټالیټي بلاسټ سیالیو کې د نورټامپټونشائرلوبډلې په ګټه ولوبیږي

د ویسټ انډيز کرکټ ملي لوبډلې تکړه او غوره الراونډر کیرون پولارډ به د انګلستان په کورني تجارتي لیګ ویټاليټي بلاسټ سیالیو کې دنورټامپټونشائرلوبډلې په ګټه ولوبیږي.انګلستان کرکټ بورډ هم یو تجارتي لیګ لري چې هر کال پکي د نړۍ بهترینه لوبغاړي لوبیږي.دغه ۳۲ کلن لوبغاړي په ۲۰۱۰ او ۲۰۱۱ م کلونو کې د سومرسیټ لوبډلې لپاره لوبیدلی و. پولارډ د کرکټ په نړۍ کې ډېره زیاته تجربه لري او په ځانګړي ډول بیا په شل اوریزه لوبه کې بي ساري ګټونکی تمامیږي.پولارډ په خپله وروستۍ مرکه کې وویل
زه د نشاير لوبډلې څخه مننه کوم چې په لوبډله کې یې ځای راکړ دوی ډېر ښه لوبغاړي لري او زه ډېر خوشاله یم چې په دغه لوبډله کې به ولوبیږم زه به سل فیصده هڅه وکړم چې دغې لوبډلې ته په توپ وهنه او توپ اچونه کې ګټونکی ثابت شم.د پولارډ سربیره د پاکستان الراونډر فهیم اشرف او هالنډي سمر برانډن ګلوور هم د نشاېر لوبډلې سره د لوبیدو تړونونه لاسلیک کړې دي.د نشاېر لوبډلې سر روزونکی ډیویډ ریپلي ویلي هغه یو ګټونکی او ښه لوبغاړی دی او ما چې له هر چا څخه د هغه پوښتنه کړې نو مثبت ځواب یې ویلی دی دا به زمونږ د لوبډلې لپاره ډېر ګټور ثابت شي.

ولید (خپلواک)

محمد شبیر حسن زي

محمدشبیرحسن زي د چپرهار ولسوالۍ او د ننګرهار ولایت اوسېدونکی دی خپلي ژورنالېزم زده کړي یې په همیشه بهار راډیو تلویزون کې ترسره کړي او په سپورټ برخه کې له افغان کریک انفو سره دنده ترسره کوي.

ورته خبرونه

Back to top button
error: وبښه دغه نه کاپي کیږې