نړیوال کریکټ

وېرات کوهلي او روهېت شرما په روانه شل اورېزه لوبه کې ریکارډونه جوړ کړل

د هندوستان او نیوزیلنډ ترمنځ په روانه شل اورېزه لوبه کې د هند کریکټ ملي لوبډلې دوه لوبغاړو نوې ریکارډونه جوړ کړل، روهېت شرما له سچن ټنډولکر وروسته دوېم لوبغاړی شو چې د اوپنر په توګه په شل اورېز کریکټ فارمټ کې خپلې ۱۰،۰۰۰ منډي بشپړوې او همدغه راز وېرات کوهلي بیا د اېم اېس ډوهني ریکارډ مات کړ.

وېرات کوهلي بیا د کپتانانو لخوا د ډیری منډو په لیست کې له اېم اېس ډوهني څخه مخکې شو له دې وړاندې د کپتانانو په لیست کې له وېرات کوهلي اېم اېس ډوهني وړاندې وه چې اوس ترې د هندۍ لوبډلې نوې لوبډلمشر کینګ کوهلي په لیست کې وړاندې شو.
روهېت شرما بیا څلورم هندی لوبغاړی شو چې په نړیوال کریکټ کې یې د اوپنر په توګه لس زره منډي جوړي کړي، چې په دې لیست کې د سنیل ګااسکر، سچن ټنډولکر او وریندر سهواګ سره یوځای شو.

محمد شبیر حسن زي

محمدشبیرحسن زي د چپرهار ولسوالۍ او د ننګرهار ولایت اوسېدونکی دی خپلي ژورنالېزم زده کړي یې په همیشه بهار راډیو تلویزون کې ترسره کړي او په سپورټ برخه کې له افغان کریک انفو سره دنده ترسره کوي.

ورته خبرونه

Back to top button
error: وبښه دغه نه کاپي کیږې