
هند په لومړي ځل نیوزلېنډ پخپل کور کي مات کړ
دهند اونیوزلینډ ترمنځ دپنځو شل اوریزو لوبو د سریز درېیمه لوبه هم دهند په ګټه پايته ورسېدل. دنن لوبي پچه نیوزلېنډ وګټل او د ډګر ساتني پریکړه یي وکړه هند د پنځو لوبغاړو په سوځیدو ۱۷۹ منډي جوړي کړي او نیوزلېنډ ته یي ۱۸۰ منډي هدف ورکړ چي روحیت شرما د ۶۵ او لوبډلمشر ویرات کوهلي ۳۸ ترنورو ډیري منډي وکړي. د نیوزلېنډ لپاره په توپ اچونه کي بنیت دري ویکټي ترلاسه کړي. نیوزلېنډ دهدف په تعقیب ښه پیل درلود چي لوبډلمشر ویلیمسن د ۴۸ توپونو په لوبولو ۹۵ منډي جوړي کړي چي ۶ شپږیزي او ۸ څلوریزي پکښي شاملي وي. نیوزلېنډ ۱۷۹ منډي وکړي او لوبه سوپر آور ته ولاړه چي په سوپر آور کي نیوزلېنډ هند ته ۱۷ منډي هدف ورکړ چي هند د روحیت شرما په جالبي توپ وهني یاد هدف ته ځان ورساوه او لوبه او سریز یي وګاټه.
ددي سریز په ګټلو سره لومړی ځل سو چي هند په نیوزلینډ کي د شل اوریزو لوبو سریز ګټي.
د لوبي غوره لوبغاړی روحیت شرما وټاکل سو.
د یادوني وړ ده چي ددي سریز دوي لوبي لاهم پاته دي خو سریز مخکي له مخکي دهند په نوم سو.
راپور: نذیراحمد منتظر
