نړیوال کریکټ

هند غواړي نیوزلېنډ په خپل کور کي مات کړي

هند د ۵ شل آوریزو، ۳ یوورځنیو او دوه ټسټ لوبو لپاره دنیوزلینډ مېلمه دی. اوسمهال د هند او نیوزلینډ تر منځ دشل آوریزو لوبو سریز جریان لري چي لومړنۍ دوه لوبي هند ګټلي، چي لومړۍ لوبه یي په ۶ ویکټو او دوهمه لوبه په ۷ ویکټو ګټلې. خو تراوسه هند په نیوزلینډ کی دشل آوریزو لوبو سریز ندی ګټلی. که چیري هند غواړي چي یاد ریکارډ مات کړي نو باید راتلونکو درو لوبو کي یوه په خپل نوم کړي. تردي مهاله روانو لوبو کي کي ایل راهول په ۱۱۳ منډو لومړی،سریاش لیر په ۱۰۲ منډو دویم او کولین منرو په ۸۵ منډو دخپل هېواد لپاره مخکښ توپ وهونکي دي. خو په ویکټو اخستونکو کي جدیجا په ۳ ویکټو لومړی، ایش سوډي په ۳ ویکټو دویم او بومرا په ۲ ویکټو دریم مقام کي دخپل هېواد لپاره مخکښ توپ اچونکي دي. هند تردی مهاله په دواړو برخو بالینګ او بیټینګ کي برلاسی دی. په روانو شل آوریز سریز کي د هند لپاره: روحیت شرما، لوکیش راهول، ویرات کوهلي، سریاش لیر، شیوم ډوبي، منیش پانډي، رویندرا جدیجا، شیردول تاکور، محمد شامي، یزویندرا چاهال، جسپریت بومرا، سنجو سیمسون، کولدیپ یادو، نوډیپ سني، ریشب پنټ او واشنګټن سندر لوبیږي او د نیوزلینډ لپاره: ماټین ګوفټیل، کولین مونرو، کین ویلیمسن، روس ټایلر، ټیم سیفرټ، کولین ډي ګرانډهم، میچل سانټنر ، ایش سوډي، ټیم سوټي، سکوټ کوګیلن، همیش بنات، بلیر ټیکنر او ډاریل میچل لوبډله کي اخستل سوي.
راپور: نذیراحمد منتظر

محمد شبیر حسن زي

محمدشبیرحسن زي د چپرهار ولسوالۍ او د ننګرهار ولایت اوسېدونکی دی خپلي ژورنالېزم زده کړي یې په همیشه بهار راډیو تلویزون کې ترسره کړي او په سپورټ برخه کې له افغان کریک انفو سره دنده ترسره کوي.

ورته خبرونه

Back to top button
error: وبښه دغه نه کاپي کیږې