نړیوال کریکټ

نیوزلېنډ ویسټ انډیز ته ماته ورکړه او نېمه پایلوبي ته ورسیدل

دنولس کلنو نړیوال جام چي د کوارټر فاینل لوبي یي جریان لري. نن دوهمه لوبه د ویسټ انډیز نولس کلنو او نیوزلینډ نولس کلنو ترمنځ وه؛ دلوبي پچه د ویسټ انډیز نولس کلنو وګټل او د توپ وهني پریکړه یي وکړه، چي په ۴۷،۵ اورونو کي یي دټولو لوبغاړو په دلاسه ورکولو ۲۳۸ منډي وکړي او نیوزلېنډ نولس کلنو ته یي ۲۳۹ منډو هدف ورکړ چي مک کانزي ۹۹ تر نورو ډیري منډي وکړي. نیوزلېنډ ته کلېرک ۴ او فیلډ او تشکوف ۲-۲ ویکټي ترلاسه کړي. بل پلو نېوزلینډ لوبډلي پیل ښه نه و ځکه په دریم اور کي یي خپله لومړۍ ویکټ په ۴ منډو دلاسه ورکړه خو منځنيو توپ وهونکو تقریبا ښه لوبه وکړه مګر وروستیو لوبغاړو فیلډ او کلیرک حیرانونکي لوبه وکړه او لوبډله یي بریا ته ورسول چي دواړو په ترتیب سره ۳۸ او ۴۶ ناسوځیدلي منډي وکړي او ویسټ انډیز ته یي په اتو ویکټو ماته ورکړه. ویسټ انډیز نولس کلنو ته په توپ اچونه کي نیډ ۳ جیمز او فورډي ۲-۲ ویکټي ترلاسه کړي. پدي بریا سره نیوزلېنډ نولس کلن نیمه پایلوبي ته ورسیدل او ویسټ انډیز نولس کلن به کورته ستنیږي. ټاکل سوي چي ددي لوبو په لړ کي سبا د بنګله دیش نولس کلن او کوربه سویلي افریقا نولس کلن یو دبل خلاف ولوبیږي.
راپور: نذیراحمد منتظر

محمد شبیر حسن زي

محمدشبیرحسن زي د چپرهار ولسوالۍ او د ننګرهار ولایت اوسېدونکی دی خپلي ژورنالېزم زده کړي یې په همیشه بهار راډیو تلویزون کې ترسره کړي او په سپورټ برخه کې له افغان کریک انفو سره دنده ترسره کوي.

ورته خبرونه

Back to top button
error: وبښه دغه نه کاپي کیږې